تخار؛ حکومت سلګونو ولسي پاڅون ‌کوونکیو ته وسلې ورکړي

تخار کې د حکومت سیمه‌ییزې ادارې د ښاري شورا په نوم د پخوانیو جهادي قومندانانو په ګډون، یوه شورا جوړه کړې او ترې غوښتي یې دي چې د امنیت په ټینګښت کې ورسره مرسته وکړي.

په تخار کې د حکومت د سیمه‌ییزې ادارې یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته وویل چې د تالقانو ښار پر څو حوزو وېشل شوی او د دغو حوزو د امنیت ټینګښت مسوولیت پخوانیو جهادي قومندانانو ته سپارل شوی دی.

د دې سرچینې په وینا، هغه کسان چې وسلې اخلي، د ملي امنیت له لوري به یې ملاتړ کېږي.

د خواجه‌غار، بهارک او نمک‌آب پر ولسوالیو د طالبانو له بریدونو سره سم یوشمېر پخوانیو جهادي قومندانانو تر خپلې قوماندې لاندې کسانو ته وسلې په لاس ورکړي او بهارک ولسوالي ته یې د جګړې لومړۍ کرښې ته لېږلي دي.

د ولسي پاڅونوالو یو قومندان نجیب وايي، د تخار سیمه‌ییزې ادارې له جهادي قومندانانو او د ولایتي شورا له غړیو غوښتي چې وسلې واخلي او د طالبانو پروړاندې ودرېږي.

د هغه په خبره، سره له دې چې د طالبانو درانه بریدونه په بهارک ولسوالي کې د ولسي پاڅونوالو له لوري پر شا تمبول شوي، خو اړتیا ده چې امنیتي ځواکونه پراخ عملیات وکړي، څو د تالقانو پر ښار د ګواښونو مخه ونیسي.

قومندان نجیب زیاتوي چې د تخار پخواني امنیه قومندان حاجي اغاګل، قومندان اغايي، قومندان داوود، حاجي کریم‌الله او ارباب‌ولي د سیمه‌ییزې ادارې په غوښتنه وسلې اخیستې او له خپلو کسانو سره د بهارک ولسوالي په بېلابېلو برخو کې ځای پرځای شوي دي.

په همدې حال کې د تخار د والي ویاند جواد هجري وايي، جهادي قومندانان د طالبانو پروړاندې مبارزه کې ګټور تمامېږي او حکومت د همدې لپاره ترې کار اخلي. د نوموړي په وینا، د دغه ولایت په بهارک ولسوالي کې د طالبانو عملیات د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د جهادي قومندانانو له لوري پر شا تمبول شوي دي.

هجري زیاتوي، حکومت هڅه کوي چې د ولسي ځواکونو فعالیت قانوني کړي او له هغوی نه د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې کار واخلي.

خو د تالقانو ښار مشورتي مرستیال بصیر بېک بیا باور لري چې نامسووله وسله‌وال به په راتلونکي کې د خلکو او ځايي ادارې لپاره په سرخوږي بدل شي.

د نوموړي په وینا، حکومت مخکې هم د کوکچې سیند غاړو ته په پرتو ولسوالیو کې د نامسووله‌ وسله‌والو ملاتړ کړی و چې اوس په ځینو مواردو کې له طالبانو هم ناوړه چلن کوي.

بېک زیاتوي، حکومت په‌دې سره د خلکو روحیه کمزورې کوي او کومو کسانو ته یې چې وسلې ورکړي، مخکې د خلکو پر اوږو سپاره وو او ظلمونه یې پرې کړي؛ نو حکومت ته په‌کار ده چې د دغه کار مخه ونیسي.

د تخار یوشمېر اوسېدونکي هم وايي چې حکومت باید د پخوانیو جهادي قومندانانو له لارې نه، بلکې د امنیتي ځواکونو په وسیله د طالبانو د بریدونه مخه ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام