بیریسټو د انګلستان له پاره اوږده تنده پای ته ورسوله

ځوان انګلستاني ویکټ کیپرد جوزبټلرځای په انګلستانۍ لوبډله کې هغه مهال له خطر سره مخ کړ، چې د نیوزیلینډ خلاف یي خپلې کوربه ملي لوبډلې ته تاریخي درې د ۲ بریاوو په وړاندې اتلولي خپله کړه.

انګلستان د ویکټ ساتوونکي جوني بریسټو په باراني ورځ په داسې حال کې میدان ته راغی، چې انګلستان په ۴۰ منډو کې خپل ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

بریسټو د برید کوونکي او ورسره په صبرناکې لوبې ترپایه ودرید، چې په مټ یې انګلستان میلمه نیوزیلینډ ته په وروستۍ پنځمه نړیواله یوه ورځنۍ سیالۍ کې په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده، چې جوني بریسټو د بټلر د ټپې کېدو له کبله له  ۱۸ میاشتو وروسته د انګلستانۍ کرکټ ملي لوبډلې له پاره دلوبېدو چانس د سرو زرو ثابت کړ.

د سیالیو په پای کې جوني بریسټو د ۱۱ څلوریزو په مټ ۸۳ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د سیریزد غوره لوبغاړي جایزه بیا نیوزیلینډي ځوان بیټسمین کین ویلیمسن ته ورکړل شوه، چې په سیالیو کې یې د یوې سلیزې او ۳ نیمه سلیزو په مټ ۳۹۶ منډې جوړې کړې وې.

په دې سیریز کې ټولټال ۲۵ نیمه سلیزې ووهل شوې، چې په کې روزټیلر او ایون مورګن هم له ۳۰۰ څخه په زیاتو منډو جوړولو بریالي شول.

په سیالۍ کې انګلستان د پچې ګټلو وروسته نیوزیلینډ ته د لومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړې وه، چې په کې نیوزیلینډ د کین ویلیمسن او ګپټل دنیمه سلیزو په مټ په ۵۰ اورونو کې ۲۸۳ منډې جوړې کړې وې او بیا د باران له کبله دغه هدف انګلستان ته په ۲۶ اورونو کې ۱۹۲ ته راښکته شو.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې لومړۍ لوبه انګلستان، دویمه او درېیمه لوبه نیوزیلینډ، خو څلورمه لوبه بیا د ریکارډ لوبې وروسته کوربه انګلستان ګټلې وه، چې پکې ټولټال ۱۶ نیمه سلیزی او ۷ سلیزی جوړې کړې وې.

انګلستان ته د نیوزیلینډ په دې سفر کې لومړۍ دوه ټیسټ لوبې هم په برابره توګه پاې ته رسیدلې وې، چې لومړۍ لوبه انګلستان او دویمه لوبه میلمه لوبډلې ګټلې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام