بلخ کې ۶ نوې امنيتي حوزې جوړېږي

په بلخ ولایت کې د ناامنیو، جنایي جرمونو او وسله‌والو غلاوو له زیاتېدو سره په دې ولایت کې سیمه‌يیز چارواکي د پولیسو د تشکېلاتو له زیاتېدو خبر ورکوي.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر وايي، د دې ولایت د پولیسو تشکیل تر درې زرو کسانو رسېږي چې دا شمېر د بلخ ولایت د امنیت ټینګښت لپاره بسنه نه کوي.

رهګذر زیاتوي چې دې ولایت ته د کورنیو چارو وزیر په خپل سفر کې ژمنه کړې چې د لسو امنیتي حوزو ترڅنګ شپږ نورې حوزې هم ور زیاتوي.

په ورته وخت کې د مزار شریف اوسېدونکي د ناامنیو او جنايي جرمونو له زیاتېدو په اندېښنې سره امنیتي چارواکي په کم کارۍ تورنوي.

دوی وايي، که چارواکي د دې بې‌بندوبارۍ مخه ونه نیسي د دې ولایت امنیتي وضعیت به نور هم خراب شي.

د ښار دننه د نامسووله وسله‌والو حضور، په پټه کې قتلونه کول او وسله‌والې غلاوې هغه موارد دي چې په دې ورستیو څو میاشتو کې یې د بلخ اوسېدونکي ډېر اندېښمن کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام