د ۲۰۹ شاهین قولاردو یوې نظامي هليکوپټرې چې فاریاب ولایت ته یې سرتېري لېږدول، تر بېړنۍ ناستې وروسته اور اخیستی دی.
د شاهین قولاردو ویاند محمدحنیف رضايي سلاموطندار ته ویلي چې یادې هليکوپټرې نن سهار چې ۱۵ متره له ځمکې لوړه وه او په وروستي څرخ کې یې تخنیکي ستونزه پیدا شوې وه، تر بېړنۍ ناستې وروسته، اور اخیستی.
د رضايي په وینا، دغه M14 ډوله هليکوپټره د مګ (MAG) شرکت وه. یاد شرکت یو امریکايي قراردادي شرکت دی چې د سرتېرو او مهماتو لېږد برخه کې یې له شاهین قولاردو سره همکاري کوله.
د شاهین قولاردو ویاند زیاتوي، له یادې پېښې تراوسه ۳ کسان ژغورل شوي او د نورو ژغورلو لهپاره هم هڅې روانې دي.