د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولانو یوې خبري غونډه کې وويل دغه ولایت کې د کوویډ۱۹ ناروغانو د تشخیص کېټونو خلاص شوي.
د هغوی په وینا، د بلخ لابراتوار ته له تېرو دوو ورځو راهیسې له شمال او شمال ختیځو ولایتونو ۸۸ شکمنې پېښې ور رسېدلې، خو د تشخیصي کېټونو د نشت له کبله یې، پایلې نه دي ثابتې شوي.
د بلخ د عامې روغتیا رییس خلیلالله حکمتي وویل، د کوویډ۱۹ ناروغۍ د تشخیص کېټونو د کمښت موضوع یې یوه اوونۍ وړاندې عامې روغتيا وزارت سره شریکه کړې، خو تراوسه مواد نه دي ور رسېدلي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مسوولان هم د کورونا ویروس د تشخیص کېټونو د خلاصېدو یو لامل، د یو شمېر زورواکو، والیانو او قومندانانو زور ازمایل بولي او وايي، دغه کسان د کرونا تشخیص نه د «موډ» په توګه کار اخلي او د کرونا تشخیص لپاره د دغه وزارت پر کارکوونکيو فشار راوړي.
په همدې حال کې د مزارشریف یو شمېر اوسېدونکي دغه ښار کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ تشخیص لابراتوار وضعیت نه اندېښنه ښيي.
د هغوی په وینا، ټولې هغه ستونزې چې دغه لابراتوار کې شته، د تشخیص کېټونو نشتوالی ستر ناورین دی.
په ورته مهال کې د بلخ د عامې روغتیا ریاست د خریدارۍ لېستونه چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي ښيي چې د کوویډ۱۹ ناروغۍ لپاره یو ساده چپرکټ په ۳۲ زره افغانۍ، د ناروغ یوه توشکه په ۴۵۰۰ افغانۍ، یو بالښت په ۸۰۰ افغانۍ، د چای څښلو یو ترموز په ۵ زره افغانۍ او یو ټلویزیون هم په ۲۰ زره افغانۍ اخیستل شوی دی.
د بلخ د عامې روغتیا رییس خلیل الله حکمتي دغه نوملړ تاییدوي او وايي، دغه توکي د بلخ د عامې روغتیا رییس په توګه د هغه له حضور وړاندې چمتو شوي دي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولان خبرداری ورکوي چې کورونا ویروس ټولنه کې خپور شوی او له خلکو غواړي چې له تګ راتګ نه ډډه وکړي او خپلو کورونو کې پاتې شي.
دا داسې مهال دی چې هېواد کې تراوسه ۹۹۶ کسان په کورونا ویروس اخته شوي او یوازې ۱۶ کسان تېرو ۲۴ ساعتونو کې بلخ ولایت کې په دغه ویروس اخته شوي او د دغو شمېرو په ثبت سره، دغه ولایت کې د مثبتو پېښو شمېر ۵۵ ته رسېږي چې له دې ډلې ۵ یې مړه شوي ۳ يې روغ شوي دي.