د نوي کال له رارسېدو سره جوخت د بلخ امنیتي مسوولان میلمنو او مزاریانو ته ډاډ ورکوي چې د نوي کال لرغوني جشن امنیت یې په بشپړ ډول نیولی دی.
د شمال عامه نظم ۶ لوا سرساتنمن محمد عرب چې په مزار شریف ښار کې د نوروز جشن امنیت نیولو ته ګومارل شوی. دی خلکو ته ډاډ ورکوي چې پر خپل ټول ځواک د امنیت ټینګښت ته کار کوي.
د نوي کال جشن لومړي پړاو امنیت ټینګښت ته د سلواغې له شلمې راهیسې چمتووالی نیول شوی و چې پرون پای ته ورسېد او د دې بهیر دویم او درېیم پړاوو نن ورځ پيل شو.
د بلخ امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وایي، د 29 نېټې له سهار راهیسې د ښار مرکز مبارکې روضې ته ورغلې لارې له پنځم کمربنده د الکوزي چوک، محب، غضنفر، کمال نبي زاده، فردوسي او ذبیح الله شهید له پنځم کمربنده د مبارکې روضې لارې بندوو.
د ښاغلي قادري په وینا، د وري میاشتې له دویمې نېټې وروسته د نوي کال جشن امنیت درېیم پړاو پیلېږي او امنیتي ځواکونه به تر 40 ورځو پورې د نوروز جشن امنیت ساتي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان امان الله مبین هم د لویو لارو او مزار شریف امنیت ډاډ ورکوي.
یوشمېر مزاریان هم د امنیتي ځواکونو هڅې ستایي او هیله من دي چې سږنی نوروز هم په خوشالۍ تېر شي.
له دې سره سره، د تېرو کلونو خلاف تراوسه لږ شمېر میلمانه مزار ته تللي. داسې ښکاري چې د احتمالي ترهګریزو پېښو رامنځته کېدو له وېرې به لږ وطنوال چشن او تفریح وکړي.