بغلان کې ۸۰ زره جریبه ځمکه خړوبه شوه

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، چې د بغلان ولایت په سیندي حوزه کې د اوبو خور لویو ویالو ۵ پروژې یې د ۳۳۰میلیونو افغانيو په لګښت ګټې اخستنې ته سپارلې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال انجینیر شجاع الدین ضايي نن ( جون په ۴مه) په بغلان ولایت کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، چې دغه پروژه د ۵ اوبو خور لویو ویالو په جوړولو به شاوخوا له ۷۰ تر ۸۰ زره جریبه پورې کرنیزو ځمکو ته اوبه ورسوي.

د یاد وزارت مرستیال زیاته کړه، چې له دې پروژې نه د بغلان ولایت شاوخوا ۶۰ زره کورنۍ په مستقیم ډول او ۲۰ زره کورنۍ به په غیر مستقیمه توګه ګټه واخلي.

دغه د اوبو خور لوی ویالې د اوزغري، ترکمنو او د مرکزي بغلان په کندوز تیپه ولسوالۍ او د پلخمري په ګوهرګان او بالادوري کلیو کې کېندل شوي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال همدا راز وویل، دغه پروژې ۲ کال وړاندې یې چارې پیل شوې وې چې اوس مهال ګټې اخیستو ته وسپارل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د اوبو دغه بندونه د ۳۳۰ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی او ټولې مالي لګښت یې د المان هېواد له خوا وړکړل شوي دي.

ده ټینګار وکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به په بغلان ولایت کې د څو عمراني پروژو کارونه پېل شي.

په ورته وخت کې د بغلان ولایت سرپرست والي خبر داری ورکړ، چې که حکومت د پلخمري د برېښنا بند ته پاملرنه ونه کړي شونې ده، چې دغه بند به په بغلان ولایت کې لوی ناورین رامنځته کړي.

د بغلان والي زیاته کړه، چې د پلخمري لومړي او دوېیم د برښنا بند له ۳ کلونو راهیسې زيانمن شوي او شاوخوا يې درزونه پېدا کړي.

بغلان هغه ولایت دی، چې د افغانستان په صادراتي توکو کې خورا مهم رول لري.

په دغه ولایت کې وريجې، جو، جوار او په ځانګړي توګه چغوندرو تولید يې خورا اهمیت لري.

د بغلان د قندو شرکت هره ورځ په وقفه وي ډول سره ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنو پورې چغوندر پروسس کوي.

اقتصاد پوهان وايي، د دغه ولایت زیاتې ځمکې زراعتي دي او که چېرې په منظمه توګه يې وچې ځمکې خړوبې شي، نو د ښه زراعتي محصولاتو ظرفیت لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام