یوې کره امنیتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته وویل، چې تېره جمعه ( می ۱۹مه) ماښام مهال یوې چورلکې د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ د منګوخيلو په کلي کې ناسته کړې، چې دغه سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده.
که څه هم امنیتي سرچينې د دغې چورلکې د هدف په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې څرخکه د ۲۰ دقیقو لهپاره ناسته وکړه او بېرته يې پرواز وکړ.
له بل لوري د بغلان د ولایتي شورا غړی محمد ظریف ظریف هم د دغې چورلکې ناسته تاییدوي او وايي، چې چورلکې د طالبانو د تجهیز په موخه ناسته کړې ده.
د نوموړي پر خبره، دغې موضوع د خلکو اندېښنې را پارولې دي.
د بغلان امنیه قوماندان اکرامالدین سریع د دغې چورلکې په اړه څه نهدي ویلي، خو د بغلان والي عبدالحی نعمتي بیا دغه موضوع په کلکه ردوي.
نعمتي وايي، چې د چورلکې د ناستې په اړه وسلهوال طالبان تبلیغات کوي او پر وینا يي، هیڅوک په دې اړه سند نهلري.
دا په داسې حال کې ده، چې وسلهوالو طالبانو د تېرې یوې اوونې راهیسې د ډلهییز بریدونو پهواسطه هڅه وکړه، چې برکه ولسوالي په خپله ولکه کې کړي، خو د پاڅونوالو او امنیتي ځواکونو په ګډه مرسته بيرته په شا و تمبول شول.