بغلاني اعتراض کوونکي: دا د ولایت مقام دی، نه د زړو کور!

د بغلان ولایتي شورا، مدني فعالان او یوشمېر قومي مشران د دغه ولایت د والي په توګه د عبدالحی نعمتي په ګومارلو نیوکه کوي او له حکومته غواړي دغه ولایت له پاره ځوان او وړ والي ورمعرفي کړي.

د بغلان ولایتي شورا مرستیال محبوب الله غفاري سلام وطندار ته وویل، چې بغلان ولایت د کاروړ او ځوانو کدرونو ته اړتیا لري.

دی وايي، د بغلان امنیتي حالت پېچلی دی؛ نعمتي یې د اداره کولو توان نه لري.

دغه راز قومي مشران هم له حکومته غواړي، داسې یو کس د والي په توګه ورمعرفي کړي، چې د ادارې او همغږۍ وړتیا ولري.

دوی وايي، افغانستان له کدرونو ډک دی او باید یو ځوان او مدبره کس ورمعرفي شي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندې منیره یوسف‌زاده سلام وطندار ته وویل، په کلیدي پوستونو په ځانګړي ډول د ولایت مقام له پاره د اشخاصو په ګومارلو کې یو له معیارونو د خلکو ملاتړ لرل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په بغلان ولایت کې د ناامنیو زیاتېدو له امله د دې ولایت والي او امنیه قوماندان ګوښه شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام