په بغلان کې یوشمېر قومي مشران وايي چې د دغه ولایت طالبان د خپلو هغو کسانو پر نوملړ کار کوي چې له حکومت سره بندیان دي او ښايي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړهلیک تر لاسلیکېدو وروسته په لومړي پړاو کې راخوشې شي.
د دوی په وینا، طالبانو په بغلان کې د سولې هوکړهلیک تر لاسلیک وروسته جشنونه جوړ کړل او خپلو بندیانو ته یې د بریا مبارکي ورکړه.
د یوه بندي طالب پلار سلاموطندار ته ویلي چې زوی یې له بګرام بندخونې نه ورسره اړیکه نیولې وه او ورته ویلي یې دي چې ژر به خوشې شي.
د بغلان اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت طالبان د سولې هوکړهلیک لاسلیک د امریکا ماته او خپله بریا بولي.
د امریکا او طالبانو په هوکړهلیک کې لیکل شوي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو له پیل وروسته باید د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې شي.
خو ولسمشر محمداشرف غني د هوکړهلیک د دغه بند په غبرګون کې وویل چې د حکومت له لوري د پنځه زره طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه هېڅ ډول ژمنه نه ده شوې.
ولسمشر غني وویل چې امریکا د طالب بندیانو د خوشې کولو واک نه لري او یوازې افغان حکومت په دې اړه پرېکړه کولی شي. نوموړي په دې برخه کې د امریکا رول یوازې اسانچاري یاده کړې ده.
ولسمشر د سولې له هوکړهلیک یوه ورځ وروسته ټینګار وکړ چې د بندیانو خوشې کول به د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو یوه اجندا وي، خو د دغو خبرو اترو د پیل لپاره کوم شرط نه دی.
محمداشرف غني له سيانان سره په تازه مرکه کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ ترې د بندیانو د خوشې کولو غوښتنه نه ده کړې.
ولسمشر غني له یاد ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي چې افغان حکومت د افغانانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو اترو د پیل لپاره د طالبانو له لوري هېڅ شرط نه مني او لومړی به د تلپاتې اوربند، د طالبانو پټنځایونو، له نورو ترهګرو ډلو سره د دې ډلې اړیکو او د خلکو اساسي حقونو په اړه بحث وکړي. نوموړي دغه راز ویلي چې اوس له تخنیکي اړخه د طالب بندیانو د خوشې کولو امکانات نشته.
اړوند مطالب:
د امریکا او طالبانو د هوکړې په اړه غبرګونونه