بروکسل غونډې ته چمتووالی: حکومت د ښځو او ماشومانو حقونو ته کار نه دی کړی

دا فغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، چې حکومت د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې د بروکسل غونډې له پاره ژمنې نه دي عملي کړي.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي، چې د ملي یووالي حکومت ونه شو کولی، هغه ژمنې عملي کړي، چې د ماشومانو او ښځو د حقونو په برخه کې یې له نړیوالو سره کړې وې.

ټا کل شوې د راروانې اکټوبر میاشتې په لومړیو کې په غیرپوځي برخو کې په ځانګړي توګه په بنسټیرو برخو کې د نړیوالو مرستو د جلبولو په موخه د بلجیم په بروکسل کې غونډه جوړه شي.

د افغان چارواکيو بروکسل غونډې کې ژمنه کړې وه، چې په ټاکنیز نظام کې به د سمونو ترڅنګ اقتصادی ودې کې د پراختیا راوستلو، له فساد سره مبارزه او د ښې حکومتولي په برخه کې هر اړخیز کار، په اقتصادي بساینه کې د ښځو پراخې ونډې او د ماشومانو حقونو ته کار کوي. 

د افغانستان د بشری حقونو سازمان مشرلعل ګل لعل وايي، چې حکومت خپلې ژمنې د خلکو او نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سمې د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې نه دي عملي کړي او تش لاس د بروکسل غونډې ته ځي.

د لعل په خبره، لا هم په زرګونو کوچنیان په شاقه کارونو بوخت دي او زده کړو ته په کافي اندازه لاس رسی نه لري.

د افغانستان د بشرې حقونو د سازمان مشر زیاتوې، چې د ښځو او ماشومانو د حقونو د تر پښو لاندې کولو ترڅنګ د امنیت نه شتوالی د دې لامل شوی، چې د دوی حقونه تر پښو لاندې شي.

په ورته وخت کې د ماليې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي سلام وطندار ته وویل، چې په اقتصادي برخه کې د ښځو پراخه ونډه او د ماشومانو حقونو ته پاملرنه زیاتول؛ د بروکسل غونډې مهمې ژمنې وې، چې په دې اړه د نړیوالو مرستو د راجلبولو له پاره د ښځو چارو، ټولینزو چارو وزارتونو او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له خوا یوه ګډه طرحه جوړه شوې ده.

بل خوا د افغانستان د ښځو بنسټ غړې وايي، هغه کارونه چې د ښځو او مېرمنو د حقونو په برخه کې اړتیا ده، نه دې شوي. دوی په حکومت کې د ښځو د ونډې پر کمښت هم نیوکه کوي.

د افغان مېرمنو د ټولنې غړې روشن څېړن وایې، چې ښځې باید د حکومت په مهمو تصمیمونو کې ونډه ولري او حکومت هغه ژمنې چې د بروکسل په ناسته کې یې نړیوالې ټولنې ته ورکړې وې؛ باید له ښځو سره په مشوره عملي کړي.

افغان حکومت به په څو راتلونکیو ورځو کې د نړیوالې ټولنې د مالي ملاتړ د جلبولو په موخه په بروکسل غونډه کې کډون وکړي او د خپلو پخوانیو ژمنو په اړه به د نړۍ هېوادونو ته خپل راپور واروي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام