برفي: د نیمګړو انسانانو پوره مینه

برفي په۱۹۷۰کال کې د یو کوڼ او ګونګ ځوان د مینې کیسه ده. دغه نیپالی ځوان مورفي نومېږي او په برفي مشهور شوی وي، په ډارجیلینګ کې اوسېږي. برفي (رنبیر کپور) په شوخۍ کې نوم لري او نږدې ټول خلک ترې تنګ وي.

په همدې وخت کې شروتي ګوش (ایلینا ډیکروزا) ډارجیلینګ ته راشي، برفي سره بلده شي او یو بل سره یې مینه شي.  شروتي ګوش بل هلک سره کوژدنه کړې وي، بلاخره مور ته وايي، چې غواړي برفي سره واده وکړي، خو مور یې ورته د برفي معلولیت بهانه کړي او ورته ووایي، چې هغه هلک درته ښه ژوند نه شي درکولای. دې سره شروتي ګوش بېرته کلکټې ته ستنه شي.

برفي د ماشومتوب له ملګرې جېلمېل ( پریانکا چوپړا) سره وګوري. جېلمېل عصبي ناروغي لري او کورنۍ یې په یو لیونتون کې داخله کړي، د نیکه په غوښتنه یې کور ته راولي، نیکه یې مړ شي او جېلمېل کور کې یوازې پاتې شي. د برفي پلار ناروغ شي، د عملیات له پاره پیسې نه لري، بلاخره پرېکړه کوي، چې جېلمېل وتښتوي او له پلاره یې پيسې وغواړي، خو برفي چې د شپې ورځي جېلمېل بل چا تښتولې وي او دا تور هم په برفي پورې شي.

برفي د جېلمېل د تښتوونکو موټر وتښتوي، غواړي جېلمېل خپل کلي کې پریږدي، خو هغه نه پاتې کېږي او بلاخره دواړه کلکتې ښار ته راشي او برفي کار پیل کړي، د جېلمېل ساتنه کوي. په همدې وخت کې تصادفاً برفي له خپلې پخوانۍ معشوقې شروتي ګوش سره وویني، هغه واده او له خپل ژونده ناراضه وي. شروتي هم له برفي سره وتښتي؛ خو په همدې وخت کې جېلمېل  نادرکه شي. شروتي څو میاشتې له برفي سره ژوند وکړي، خو د برفي جېلمېل پسې خفه وي، بلاخره دواړه لیونتون ته لاړ شي، جېلمېل پيدا کړي او برفي سره یو ځای شي، فلم په داسې حال کې ختمیږي، چې بوډا برفي د روغتون په کټ کې پروت دی، زړه جېلمېل او شروتي ورسره وي. شروتې تر دې دمه یوازې ژوند کړی وي، جېلمېل له برفي سره په چپرکټ کې پرېوځي او دواړه مړه شي.

تبصره :

په فلم کې د دوو معلولو انسانانو ژوند او د هغوی احساسات انځور شوي دي. دا چې برفي او جېلمېل یو بل سره څومره مینه کوي او څومره ښه او خوشاله ژوند تېروي، ښايي همدا څرګنده کړي، چې دوه هم حالته انسانان یو بل سره ښه درک کولای شي. بل اړخ له یوه معلول انسان سره د یوې کوژدن شوې روغې نجلۍ مینه ده، هغه نجلۍ چې د ټولې کیسې راوي هم ده. د کورني فشار له امله یې معلول برفي پریښی وي؛ خو بیا یې ټول ژوند هم د هغه په نوم تېر کړ. د دوو معلولو انسانانو تر منځ مینه په فلم کې ښکاري او دلته یې رانقل کول ځکه ستونزمن دي، چې دا حالت هلته هم په الفاظو نه؛ بلکې په کیفیاتو انځور شوی دی. خو د یوې روغې نجلۍ خبرې او بیا د هغې رواني کیفیات او احساسات ښه انځورولای شي.

لومړۍ خبره ترې دا څرګندیږي، چې روغ مجبور انسان تر خپلواک معلوله انسانه ډير کمزوری دی. شروتي روغه نجلۍ وي، خو په ګونګي برفي میینه شي او ان خپل خاوند ورته پرېږدي، په یوه صحنه کې وايي: (د برفي او جېلمېل مینه که څه هم ګونګه ده، خو زړونه یې خبرې کوي، زړونه یې ژوندي او مینه یې شته. برعکس زما او د سینګوپتا (خاوند یې) ژبې روغې دي، خو زړونه مو ګونګي دي او یو بل ته ترې لار نه کېږي. په فلم کې دوه اصلي کرکټره ګونګیان دي، خو دې ډیالوګ او د ممثلینو هنر دا ثابته کړې، چې د خپل احساس رسولو له پاره یوازې الفاظ نه دي، که جذبې ریښتیني وي؛ نو دا احساسات بې له الفاظو هم لېږل کېږي.

کیسه:

د فلم کیسه ډېره ساده ده، کمال یې په دې کې دی، چې خبرې په کې کمې دي؛ خو کیسه بیا هم په جزیاتو تر لیدونکي رسېدلې ده. د لیکوال او لارښوود انوراګ باسو په وینا کیسه یې په یوه کرښه نه ده. کیسه ماته ماته شوې، له پای پيل کېږي، منځ ته ځي بیا پیل ته راځي او بیا تکراریږي. خپله انوراګ باسو وایي، چې دې کار یې ښايي کیسه یو څه ستړې کوونکې کړي وي، خو خوند یې ورزیات کړی دی. د یوه لوستونکي په نظر د برفي د کیسې ټول کمال همدا دی، چې کیسه یې ماته کړې او د خبرو پر ځای په کې د کرکټرونو په رواني کیفیاتو ډير کار شوی دی.

تقلید:

برفي د انګلیسي فلم ( NOTEBOOK) نه په تاثر جوړ شوی دی او ځېنې صحنې یې کټ مټ د همدې انګلیسي فلم تقلید دي. د بېلګې په توګه د پای صحنه، چې په یوه کټ کې مري، هغه صحنه ده، چې شروتي يې له مور سره ځنګل ته د یوه کس لیدو ته ورځي، دا کس یې د مور میین وي. شروتي دوی کره د برفي تلل او هلته یې د خپلوۍ ردول او د غریبۍ یو ډول پېغور … . خو د یوه ښه فلم له پاره له یوه ډېر ښه فلم تاثر اخیستل ښايي طبیعي خبره وي او دومره تقلید یې جرم ونه ګڼل شي.

تمثیل :

له برفي یو کال وړاندې د رنبیرکپور راک سټار فلم راغلی و، چې په هغه کې هم رنبیر کپور د یوه غیر عادي انسان رول لوبولای و. په برفي کې رنبیر کپور د یو ګونګ  نیپالي ځوان رول لوبولای دی. تر څنګ یې پریانکا چوپړا هم د یوې معلولې جینۍ رول لوبوي، د خوند خبره دا ده، چې د دواړو له پاره په سکرېپټ کې ښايي یوه جمله هم نه وي لیکل شوي؛ خو د فلم مرکزي لوبغاړي همدوی دی او د لیکوال مکمل پیغام باید لیدونکي ته ورسوي.

په برفي کې رنبیر او پریانکا ته سپارل شوي رولونه دومره په ښه انداز سر ته رسول شوي او داسې تمثیل شوي دي، چې انسان په کې د خبرو ضرورت بیخي نه محسوسوي، د دوی د څېرو کیفیات او د بدن حرکات دومره غښتلي دي، چې ته به وایي، د ژبې پر ځای یې ټول بدن غږیږي.  فکر کوم د دوی دواړو په دندبهیر (کیریئر) کې به دا تر ټولو سخت رولونه وو، چې دوی لوبولي دي.  مخکې مو وویل، چې کیسه ساده ، خو دا د ممثلینو کمال دی، چې ساده کیسه یې د یو شهکار حد ته ورنږدې کړې ده. جالبه دا ده، چې د داسې حرکاتو راویستل او نندارې ته وړاندې کول نه د لیکوال د وس کار دی او نه د ډایرېکټر. دا یوازې د ښو هنرمندانو کمال دی، هغوی چې کرکټر ته ورننوځي، په ځان کې يې جذبوي او بیا د کامرې مخ ته ودریږي.

د فلم پيغامونه:

  • مینه او احساسات د پوره عقل او الفاظو تابع نه دي.
  • میرمنې هیڅکله خپله مینه نه شي ویشلای، حتا که له یو معیوب سره د خواخوږۍ په نیت هم وي. ( معلومات یې په فلم کې د جېلمېل او شروتي له پټ تضاده کیږي.)
  • مینه تر عقل لوړه ده، هغوی چې له مینې کولو مخکې او وروسته فکر کوي، پلان جوړوي او د خپل عقل په دایره کې یې ایساروي هیڅکله د مینې عالي مدارجو ته نه رسیږي.
  • هغه انسانان یو بل درک کولای شي، چې له یو حالت تېروي.
  • معلول انسان ډیر یوازې وي، د هغوی نړۍ ډېره وړه  او له محرومیت ډکه وي، هغوی د روغو انسانانو مینې ته اړتیا لري.

 

معلومات :

فلم :                         برفي (Barfi)

لیکوال او ډایرېکټر:        انوراګ باسو

ممثلین:                    رنبیر کپور، ایلینا ډيکروزا، پریانکا چوپړا

پروډيوسر:                 ایشانان موویز

د خپریدو کال:            ۲۰۱۲

لګښت:                    ۵،۹ میلیونه ډالر

سوداګري:                ۳۷ میلیونه ډالر

لاسته راوړنې:           اسکار ته نوماندي، درې فلم فېرایوارډونه او نور ایوارډونه

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام