بدخشان کې د نوم‌لیکنې نږدې نیمايي مرکزونه تراوسه تړلي دي

د دې ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس حمیدالله بلوچ سلام‌وطندار ته وویل، د بدخشان ولایت د وردوج، یمګان او کوهستان ولسوالیو او دغه‌راز د جرم ولسوالۍ په ځېنو برخو کې د طالبانو موجودیت او د دې ولایت په ځېنو نورو برخو کې د امنیتي ګواښونو کچې زیاتېدو له امله د رایه‌ورکوونکیو نوم‌لیکنې مرکزونه تړل شوي دي.

د بلوچ په خبره، د ټولټال ۳۲۲ نوم‌لیکنې مرکزونو له ډلې یوازې ۱۷۰ یې فعاله دي او د پاتې ۱۵۲ تړل شویو مرکزونو فعالولو له‌پاره هڅې روانې دي.

بلوچ په داسې حال کې د نوم‌لیکنې مرکزونو خلاصون خبره کوي چې د ولایتي شورا غړیو په وینا د دې ولایت ۴۰ سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده.

د ولایتي شورا رییس بشیر صمیم وايي، په وردوج او یمګان ولسوالیو کې د رایه‌ورکوونکیو نوم‌لیکنې مرکزونو بندېدو سربېره د دې ولایت په ځېنو کلیو کې هم د ناامنیو له کبله د نوم‌لیکنې مرکزونه تړل شوي دي.

بشیر صمیم وویل، په دې ولایت د رایه‌ورکوونکیو نوم‌لیکنې نږدې ۵۰ سلنه مرکزونو بندپاتې کېدل د جدي اندېښنې وړ خبره ده او ځايي حکومت باید د دغو مرکزونو د خلاصون له‌پاره لاس په کار شي.

د بدخشان ولایت امنیه قوماندان محمدصابر وايي، په پلان کې لري چې د رایه‌ورکوونکیو نوم‌لیکنې مرکزونو ته متوجه ګواښونه له منځه یوسي. امنیې قوماندان وايي، په دې اړه به ډېر ژر امنیتي پلان عملي او چاڼیز عملیات په پيل کړيږ

د ریپوټونو پر اساس د امنیتي چارو څېړونکي وايي، ناامني د ټاکنو پر وړاندې یو جدي ګواښ دی که حکومت د ټاکنو بهیر امنیت ونه‌شي نیولی د دې پروسې مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام