بدخشان کې د رایه ورکوونکیو د نوم‌لیکنې بهیر ته د خلکو هڅولو پروګرام

د بدخشان له جهادي قوماندانانو نذیرمحمد نیازي وايي، د ټاکنو پروسې له‌پاره یې له ټولو ټولنیزو حوزو مرستې غوښتې او د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې بهیر تر پایه به خپل حرکت ته دوام ورکړي.

د ښاغلي نیازي په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تبلیغاتو برخې نه پام ترڅنګ، خلکو په پېژندپاڼو باندې د رای‌ورکولو سټېکر او د ناامنیو له کبله له یوې سیمې بلې سیمې ته د تللو پرمهال د طالبانو له وېرې خپلو پېژندپاڼو کې له په‌ نښه کولو نه اندېښنه لرله.

دا جهادي قوماندان خلکو ته ډاډ ورکوي چې له امنیتي ځواکونو سره په همکارۍ د خلکو امنیت تامینولو له‌پاره هر ډول هڅې کوي.

د بدخشان د مرکز دوه اوسېدونکي عبدالبصیر حقجو او عبدالعلیم خدام، د ناامنیو زیاتېدل، ژمنو ته د حکومتي چارواکیو او د ولسي جرګې استازو نه پام، د ټاکنو پروسې پر وړاندې د خلکو د لېوالتیا کمېدل مهم لاملونه بولي.

خو ځېنې نور بیا وايي، خلک باید د چارواکیو ‌بې‌پروايۍ له امله، ډیموکراټیکې پروسې له ننګونو سره مخ نه‌کړي.

له‌دې سره د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر مشر حمیدالله بلوچ وايي، د تېرو ورځو په پرتلې د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې مرکزونو ته د خلکو مراجعې کچه لوړه شوې او هغوی یې د دې بهیر بریالیتوب په اړه هیله‌من کړي‌دي.

د ښاغلي بلوچ په خبره، په لومړیو ورځو کې خلکو پوهاوی نه‌لرلو؛ خو اوس د ورځې په تېرېدلو سره د خلکو لېوالتیا هم ډېریږي او د نوم‌لیکنې کسانو شمېر ډېر شوی‌دی.

سره له‌دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر چارواکي د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې مرکزونو ته د مراجعینو له زیاتوالي خبر ورکوي؛ خو د بدخشان په مرکز کې د نوم‌لیکنې له ۲۰مرکزونو نه د دغه کمېسیون راټول کړي معلومات ښيي، چې تېرو ۵ورځو کې د بدخشان ۵۰۰ اوسېدونکیو خپل نومونه ثبت کړي‌دي چې دا ډېر کم شمېر دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام