بدخشان کې کې الوتونکو مرغانو ښکار زیاتېدو د ځايي چارواکو اندېښنې راپورته کړي.
د بدخشان د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولان وايي، د الوتونکیو مرغانو په ځانګړې توګه د زرکو او مرړزانو بېساري ښکار د دغو الوتونکیو نسل له ګواښ سره مخ کړی دی.
د ژمي موسم له رارسېدو سره سم په بدخشان کې د الوتونکیو مرغانو ښکار هم ډېر شوی چې د سیمهييزو چارواکیو ګڼې اندېښنې یې راپورته کړې دي.
د چاپېریال ساتنې ادارې رییس غلامنبي سرفراز سلاموطندار ته وویل چې د سیمې یوشمېر اوسېدونکي او نامسووله وسلهوال الوتونکي مرغان ښکار کوي او تراوسه یې د مخنیوي لهپاره هېڅ ګام پورته شوی نهدی.
د نوموړي په وینا، دغه کار لامل شوی دی چې ډول ډول الوتونکي مرغان هېواد پرېږدي او د تاجکستان او پاکستان غرنیو سیمو ته لاړ شي.
په همدې حال کې د بدخشان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر نصیراحمد احمدي وايي، د ناقانونه ښکار مخنیوي لهپاره یې ځانګړی کمېسیون جوړ کړی او هڅه کوي چې ښکار شوي مرغان بېرته له بازاره راټول کړي.
بلخوا د بدخشان امنیه قومندان سیدعباس سادات وايي، د ټولو ولسوالیو امنیه قومندانانو ته یې سپارښتنه کړې چې د مرغانو د ناقانونه ښکار مخه ونیسي. نوموړی زیاتوي، هغو کسانو ته به سزا ورکړي چې په ناقانونه ډول الوتونکي مرغان ښکار کوی.
که څه هم د بدخشان ځایي چارواکیو تل په دغه ولایت کې د بېلابېلو مرغانو د ښکار مخنیوي ژمنې کړي، خو اوس داسې ښکاري چې ورځ تر بلې پهکې د الوتونکیو مرغانو ښکار زیاتېږي او دا چار لامل شوی چې یاد مرغان افغانستان پرېږدي او د تاجکستان او پاکستان غرنیو سیمو ته لاړ شي.