د معترضو نوماندانو پلویانو، د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو پر اعلان اعتراض کړی او هغه یې د ټاکنیزو رایو د بیاځلي شمېرنې په بهیر کې د پراخه درغلیو مصداق په ګوته کړیدی.
معترضو کسانو د اعتراض په ډول د بدخشان ولایت د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر دروازې مخې ته له خپلو تذکرو له سوځولو وروسته پرلت وهلی او دا دروازه یې تړلې ده.
د دوی په استازولۍ دینمحمد او خالد شریفي وايي چې لومړنۍ پایلې د سیاسي اړیکو،پيسو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او اړوندو جریانونو د لاسوهنې لهمخې جوړې شوېدي.
دوی غوښتنه کوي چې تورې او سپینې رایې دې سره تفکیک شي او د بدخشان د ټولو محلونو رایې دې د شکایتونو کمېسیون، فیفا استازیو او ناظرینو په وړاندې بیا ځلي وشمېرل شي او کهچېرې داسط ونهشي؛ خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
د بدخشان د ټاکنونو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر د بهرنیو اړیکو مسوول محمدالدین خواهاني وايي چې د رایو بیاځلي شمېرنې بهیر په دوه پړاوونو کې د نوماندانو د ناظرینو په مخ کې شویدی.
د خواهاني په خبره، د د ولسي جرګې د ټاکنو نوماندانو ټولو ناظرینو د رایو بیاشمېرنې د پایلو د جدول په پای کې لاسلیک کړیدی.
معترض کسان وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پهخپلو ژمنو صادق نهدی، تورې رایې له سپینو او هغه رایې چې بایومټریک شوي نهدي له بایومټریک شویو هغو جلا نهکړې او د دوی د تصور خلاف یې د ولسي جرګې د نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلان کړېدي.