د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان وايي، د اېټالیا هېواد په مالي همکارۍ او د یونسکو علمي، فرهنګي او ښوونیز بنسټ په مرسته په بامیان ولایت کې د لرغونېپېژندنې پارک جوړوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپېژندنې رییس نوراغا نوري وايي یاد پارک به تر راتلونکو ۳ کلونو د بودا مجسمې ته څېرمه جوړ شي.
افغانستان کې د اېټالیا د همکاریو دفتر مسوولان وايي، د دې همکارۍ موخه یې د نړېوالو میراثونو ساتل، د خلکو په اقتصادي وضعیت کې بدلون او د ګرځندوی صنعت پراختیا ده.
افغانستان کې د اېټالیا د همکاریو دفتر رییسه ماورو ګروتي وايي، د یاد پارک جوړولو او د بامیان ولایت تاریخي اثارو ساتلو لهپاره یې ۴ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.
بلخوا افغانستان کې د یونسکو سازمان د فرهنګي برخې رییس ناګاوکا ماسانوري وايي، بامیان ولایت کې د لرغونپېژندنې صنعتي پارک جوړول د دې ولایت نړېوالو او فراهنګي میراثونو ساتلو لهپاره ګټور دي.
بامیان د افغانستان په مرکز کې یو تاریخي او لرغونی ولایت بلل کېږي چې د درې دورو (بودايي، زردشت او اسلام) تاریخي اثار او سیمې لري.