بامیانو کې ۲۴ کلنه مېرمن د خپل خاوند له لوري په دې دلیل وهل شوې چې د ولسي جرګې ټاکنو کې یې د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړېده.
دغه مېرمن عزیزه احمدي نومېږي او وايي، ښځې د انتخاب او انتخابېدو حق لري او باید دغه حق ورڅخه وانهاخېستل شي.
عزیزه احمدي وايي، مېړه یې ورسره خبره کړې وه، که دواړه د جاناغا په نوم نوماند ته رایه ورکړي؛ ۲ زره افغانۍ به ورکړي، خو دې د خپلې خوښې ښځینه نوماندې ته رایه ورکړې. د دې په خبره، کله چې کور ته راغلې، د رایې ورکولو د کیسې له کولو وروسته یې خاوند ووهله.
مېرمن احمدي وايي، درې شپې او ورځې کېږي چې د ښځو چارو ریاست کې اوسېږي او له دولته غواړي، له رایو اخېستونکیو او رایو پلورونکیو سره قانوني چلن وکړي.
بامیانو کې د ښځو حقونو فعالان هم وايي، دغه ولایت کې ډېری ښځې د رایو ورکولو ازادي نهلري او د خپلې کورنۍ د نارینهوو په خوښه رایه ورکوي.
د بامیانو ولایت د ښځو چارو رییسه کریمه سالک د دغه مورد په تایید سره وايي، عزیزې د یکشنبې په ورځ په شلېدلو وېښتانو او ټپي بدن دې ریاست ته مراجعه وکړه.
د مېرمن سالک په وینا، د بامیانو د ښځو چارو ریاست د ټولو ګواښونو پر وړانډې له عزیزې څخه ملاتړ کوي.
د عزیزې مېړه ښاغلی بهمن د دغو تورونو په ردولو سره وايي، رایه محرمه ده او هر څوک حق لري چې د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.
دی زیاتوي، هغوی یو له بل سره مینه لري او دی یوازې له اُخښي سره ـ چې بل نوماند ته یې کمپایل کولو ـ ستونزه لري.
د بامیانو ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولان دې ولایت کې د ښځو پر وړانډې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، د دوی د موندنو پر بنسټ، تېر کال د تاوتریخوالي ۱۳۵ پېښې ثبت شوي؛ خو دا شمېرې د سږ کال ۷ میاشتو کې ۱۵۰ ته رسېږي.
چارواکي بامیانو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو لامل، د کورنیو اقتصادي فقر او د کاري زمینو نهشتوالی بولي.