بامیانو کې د ښځینه “سکي” سیالیو ۵م پړاو ترسره شو

له بامیانو ولایت څخه را رسیدلي راپورونه وايي، چې دغه ولایت د پنجشنبې په ورځ د سکي سیالیو پنځمې پړاو کوربه وو.

په‌دې سیالۍ کې ۱۳ لوبغاړو نجونو ګډون کړی و، چې له ډلې يې بامیانۍ پیغلې معصومې حسیني لومړی مقام خپل کړ.

حسیني وايي، چې ۵ کاله مخکې يې اسکي پیل کړې او سږکال د ژمنیو تمرینونو له‌پاره پاکستان ته هم تللې وه.

هغې زیاته کړه: " د ټولو ښځینه وو له‌پاره باید زمینه برابره شي، ترڅو ورزش وکړي، چې په دې توګه موږ ټولو افغانانو ته وښیو چې نجونې هم کولی شي هره لوبه وکړي."

فریبا او فاطمې دوو نورو سکي بازو نجونو وکولی شول دویم او دریم مقام خپل کړي.

د بامیان د اسکي بازانو کلپ یو غړي او ددې سیالۍ سمبالونکی علي شاه فرهنګ وايي، چې دا سیالۍ د سکي لوبې ترویج له‌پاره جوړې شوې دي.

د سکي ژمنی سپورت په بامیانو کې یو شمیر لوبغاړو او عامو خلکو  خوا  وستایه.

سکي بازې میرمنې ددې سیالیو ستاینې ترڅنګ وايي، چې بامیان د ښځینه وو سپورت ودې له پاره ښه ځای دی او دوی په دغه ولایت کې کولی شي   له نارینه وو سره سم سپورت وکړي.

خو دوی د سکي لوبې له پاره د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.

په دې اړه معصومه وویل: "بامیانو ولایت کې ډیرې زیاتې ستونزې شته موږ لوړو غونډیو ته د لوبغاړو د لیږدولو له پاره وسیله نه لرو پیست یانې معیاري سټدیوم نه لرو سکي هم لږ دي، د سکي لوبې له پاره زمینه برابره ده بامیان واورې لري د امنیت له پلوه هم بامیان مناسب دی د سکي سپورت له پاره په ځانګړې توګه د نجونو له پاره".

سکي بازې نجونې له حکومت او بدنې روزنې بنسټونو غواړي چې د سپورتي اسانتیاوو برابرولو له پاره په ځانګړې توګه سکي په برخه کې هڅه وکړي، چې په ژمي کې د دغه سپورت مینه‌وال وکولی شي بامیان ته ولاړ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام