بامیان؛ د محلي تولیداتو لومړنی دوبنی نندارتون جوړ شو

له هغه وروسته چې کورنټین مات شو او بامیان ولایت ته زرګونه کورني سیلانیان ورغلل، په دغه ولایت کې د محلي تولیداتو لومړنی دوبنی نندارتون پرانستل شو.

په یاد نندارتون کې د ښځینه سوداګرو ټولنو او کروندګرو خپل لاسي صنایع او محصولات د دوو ورځو لپاره نندارې ته ايښي دي.

د بامیان والي سیدانور رحمتي د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د ښځینه سوداګرو د ټولنو او کروندګرو ملاتړ او د دغه ولایت د محلي تولیداتو او محصولاتو لپاره بازارموندنه ښيي.

رحمتي د اختر په ورځو کې بامیان ولایت ته د ګڼ‌شمېر سیلانیانو د ورتلو خبر ورکوي او له هغوی غواړي چې جوړ شوي نندارتون ته هم ورشي.

د بامیان ولایت ښځینه سوداګرې او کروندګر د دغه دوبني نندارتون د جوړېدو هرکلی کوي او هغه د دوی د لاسي صنایعو او محصولاتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې ګټور یادوي.

د بامیان ولایت دوه سوداګرې عذرا لعلي او زهرا کاظمي وايي، هغه لاسي صنایع یې چې د کورنټین پر مهال جوړ کړي، په یاد نندارتون کې یې نندارې ته ايښي، څو یې په پلورلو سره د کورنۍ لګښت پوره کړي.

یوشمېر سیلانیان چې دغه نندارتون ته ورغلي، د بامیان محلي تولیدات او کرنیز محصولات بې‌ساري بولي.

د بامیان ولایت د ښځو لاسي صنایع او محلي تولیدات نړیوال شهرت لري. دغه ولایت په ۲۰۱۶ کال کې د ښه کیفیت لرونکو لاسي صنایعو د تولید او لږ پیدا کېدو له کبله د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونسکو) له لوري په نړۍ کې د نوښتګرو ښارونو غړیتوب ترلاسه کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام