بازمحمد مبارز د نړيوالې سیالۍ له پاره روسیې ته لاړ

د افغانستان ازادې مبارزې " فري فایټ" لوبې تکړه لوبغاړی باز محمد مبارز په تایلینډ کې له یوې میاشتې تمریناتو وروسته روسیې ته وخوځېد.

نوموړي په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د روانې "می" میاشتې په ۸ مه نېټه به د روسیې سیال "مکسیم کتکوف" سره د لوبې ډګر ته ووځي.

مبارز ویلي دي، چې له روسیي سیال سره سیالۍ ته پوره چمتووالی لري او د افغانستان ملي پولیسو او د ملي امنیت سرتېرو په لباس کې به د لوبې ډګر ته ووځي.

باز محمد مبارز زیاته کړې ده، چې په تایلینډ کې یې راتلونکې سیالۍ ته پوره چمتووالی نیولی دی او خپل سیال ته به د نورو سیالانو په څېر په اسانۍ سره ماته ورکړي.

مبارز په پيغام کې له خپلو مینوالو غوښتي، چې په سیالۍ کې د بریا په موخه یې په دعاګانو کې یاد وساتي.

دغه راز د افغانستان فري فایټ لوبغاړي له مسکو میشته افغانانو هم وغوښتل، چې د دراتلونکې اونۍ یک شنبې ورځ د تشویق په موخه لوبغالي ته ورشي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې له افغان باز محمد مبارز سره د تایلینډ په تمریناتي او روسیې په سفرونو کې د هغه روزونکي عبدالواسیع قیومي او استاد خېبرعمرخېل هم ملتیا کوي.

د بدني روزنې ریاست وایي، چې په تایلینډ کې د فري فایټ لوبې تکړه لوبغاړي باز محمد مبارز د سفر او تمریناتو ټول مصارف دوی په غاړه لرل.

د یادونې وړ ده، چې باز محمد مبارز په داسې حال کې د مکسیم کتکوف خلاف په نړیواله سیالۍ کې د لوبې ډګر ته وځي، چې دروان کال په فیبرورۍ میاشت کې یې په روسیه کې امیر ستاروف ته هم په اسانۍ سره ماتې ورکړې ده.

د ازادې مبارزې (فری فایټ) لوبغاړي باز محمد مبارز ته تېره میاشت د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا د پولیسو سفیر لقب هم ورکړل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام