بارسلونا د اروپاد لیګ سیالیو د اتلولۍ جام وګټلو

بارسلونا د یوونتوس لوبډلې پر وړاندې د ۳ـ۱ ګولونو په وهلو سره د اروپا د اتلولۍ جام اتل شو.

د بارسلونا لوبډلې کوچ لوییس انریکه په مشرۍ وکولای شول، چې تېره شپه د ( جون په ۶مه) د یونتوس لوبډلې په خلاف ایوان راکیتیج، سوارز او نیمار د ګولونو په وهلو سره لوبه د بارسلونا په اتلولۍ پای ته ورسوي.

ایوان راکیتیج د لوبې په پيل کې په ۴ دقیقه کې ګول وواهه او دروازه یې د خپلې لوبډلې پر مخ خلاصه کړه.

د بارسلونا لوبډلې د لومړي ګول له وهولو وروسته پر سیالې لوبډلې تخنیکي بریدونه شروع کړل او لوبه لومړۍ نیمايي، د بارسلونا په لومړي ګول سره پای ته ورسېده.

د لوبې په دویمه نیمايي کې د بارسلونا لوبډلې لوبغاړو د سیالې لوبډلې په خلاف خپله لوبه لا چټګه کړه، چې د لوبې په ۵۵ دقیقه کې د یوونتوس لوبغاړي الوارو موراتا له خوا لوبه د یو ګول په وهولو سره برابره شوه او په دې سره د یوونتوس لوبډله بیا ژوندۍ شوه.

د لوبې په دویمه نیمايي کې بارسلونا څو ځلې پر سیالې لوبډلې د ګول وهلو چانس پیدا کړ، خو د یوونتوس د ګول ساتونکي (لوی جي بوفون) له خوا يې مخه و نیول شوه.

یوونتوس لوبډلې د نه ستړې کېدونکو مڼدو سره – سره په دې ونه توانېدل، چې دویم ګول ووهي. د لوبې په ۶۸ دقیقه کې د لیونل مسي په مرسته سوارز ته توپ ورسېد او د بارسلونا په ګټه دویم ګول هم ووهل شو.

د لوبې په درشل کې سیاله لوبډله د نه ستړې کېدونکو هلوځلو سره – سره په دې ونه توانېده، چې د بارسلونا ځواب ورکړي. تر دې چې د لوبې په ورستیو شېبو کې نیمار د یوې ځانکړې موکې په پيدا کولو سره د سیالې لوبډلې په دروازې یې بې رحمانه ګذار وکړ او په دې سره بارسلونا سیاله لوبډله په ۳ ګول سره په ګونډو کړه .

بارو سلونا د دغې لوبې په اتلولۍ سره د اتلولۍ درې لوی جامونه خپل کړل.

بارسلونا لوبډلې له دې وړاندې لالیګا او د اسپانیا حذفي جام سیالۍ هم ګټلې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام