بادغیس کې ناامنۍ او وچکالۍ سلګونه کورنۍ بې‌ځایه کړې‌دي

سلګونه کورنۍ – چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې او وچکالۍ له امله د بادغیس مرکز کلای‌نو ته کډه شوې‌دي ـ وايي چې ماشومان يې د خوراکي توکو د نه‌شتوالي او ګرمۍ له امله مړه شوي‌دي.

له بالامرغاب، مقر او قادس ولسوالیو نه دغه بې‌ځایه شوي بادغیسي وګړي وايي چې ځايي ادارې او مرستندویو بنسټونو یوازې څوو کورنیو سره ۶۰ زره افغانۍ نغده مرسته کړې او پاتې نور يې ان د خوړلو له‌پاره وچه ډوډۍ نه‌لري.

سیدولي چې له بالامرغابه راکډه شوی؛ وايي سرپناه، اوبه او ډوډۍ نه‌لري او د خوراک د کمښت او ناسم ژوند له امله یې ټول ماشومان ناروغان دي او حتا ماشوم یې هم مړ شو.

فضل‌الربي بیا وايي، که دولت ورسره مرسته ونه‌کړي؛ هرات ته ځي او که دولت یې ژوندي نه غواړي؛ بیا دې دوی ووژني.

د بادغیس ولایتي شورا هم د ناامنه ولسوالیو زیات شمېر اوسیدونکیو بې‌ځایه کیدل اندېښمنوونکي بولي او د بې‌ځایه شوي وضعیت ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

د بادغیس کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو سرپرست رییس عبدالظاهر بادغیسي هم سلام وطندار ته وايي چې په تېرو درېیوو میاشتو کې څه باندې زر کورنۍ د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې او وچکالۍ له امله له بالامرغاب، مقر او قادس ولسوالیو کلای‌نو ښار ته کډه شوي‌دي.

ښاغلي بادغیسي زیاته کړه چې بې‌ځایه شویو ته د مرستې رسولو په موخه هڅې روانې دي.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي وايي موسېسې او له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره بې‌ځایه شویو ته پیسې، خېمې او درمل وېشي.

پخوا بادغیس د هېواد له نسبتاً امن ولایت ګڼل کېد؛ خو د جګړې لمنې له پراخېدو او کډوالۍ په دې ولایت هم خپل اغېز کړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام