بادغیس کې طالبانو د نوم لیکنې پر یو مرکز برید کړی

د بادغیس ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر غلام سرور حیدري وايي، تېره شپه وسله‌والو طالبانو د دې ولایت مرکز کلای‌نو اړوند په باغبانان سیمه کې د رایه ورکوونکیو نوم لیکنې پر یو مرکز برید کړی دی.

د امنیت امر غلام سرور حیدري وايي، په دغه برید کې ۹ پولیس سرتېري وژل شوي او ۴ تنه یې ټپيان شوي دي.

خو د ولایتي شورا رییس خان جان ظفر سلام‌وطندار ته وویل، د تېرې شپې په برید کې ۶ تنه پولیس وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپيان شوي دي.

څو ورځې مخکې هم وسله‌والو طالبانو په دغه ولایت کې د رایه ورکوونکیو پر یو مرکز راکټي برید کړی و چې پایله کې یې یو سرتېری وژل شوی و او یو بل ټپي شوی و.

د دې پېښې مسوولیت هم طالبانو اخیستی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام