د بادغیس ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک سلاموطندار ته وویل چې له ۲۰ ورځو راهیسې د غوڅ ملاتړ ځواکونو په ملتیا د ملي اردو او پولیسو ګډ عملیات روان دي خو هېڅ ګټه یې نه ده کړې.
د ښاغلي بیک په وینا د امنیتي ځواکونو د عملیاتو نااغیزمنتیا له امله طالبانو د ولایت مرکز کلاینو ښار سربېره د بالامرغاب، قادس، اب کمري او جوند ولسوالۍ کلابند کړې دي.
ځېنې بادغیسیان هم د امنیتي ځواکونو مدیریت پر کمزورتیا نیوکې کوي.
دوی وايي، ناامني زیاته شوې او له بدهمرغه په تېرو څوو ورځو کې زیات شمېر سرتېري هم وژل شوي دي. د دې ولایت اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو قوماندانان د دغه ترینګلي امنیتي حالت په تړاوو د مدیریت په کمزورۍ تورنوي.
خو د هېواد په لوېدیځ کې د ۶۰۶ انصار زون قوماندان جمعه خان عدیل د امنیتي ځواکونو د روحیې کمزورتیا نه مني او وایي د باغیس ډېرو برخو کې د افغان ګډو ځواکونو او غوڅ ملاتړ ځواکونوعملیات روان دي.
بادغیس په تېرې یوې اوونۍ کې د ۴ امنیتي پېښو شاهد و چې په نتیجه کې یې د امنیتي ځواکونو ۱۷ اړوندان وژل شوي دي.
په کلاینو کې د رایهورکوونکیو نوملیکنې پر مرکز برید، د سیمهییزو پولیسو پر پوسته هوایي برید او په قادس ولسوالۍ کې پر پوستې برید یې بېلګې دي.