په داسې حال کې چې سیند ته د افغان مسافرو د اچولو دوسیه لا نه ده تړل شوې، د تېرې اوونۍ د پنجشبې په ورځ ایراني پولیسو د دغه هېواد په یزد ښار کې د افغان مسافرو پر یوه لېږدوونکي موټر ډزې کړي چې په ترڅ کې یې موټر اور اخیستی، ۳ افغانان پهکې وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پېښې د څېړلو لپاره یې په تهران کې د افغان سفیر عبدالغفور لېوال په مشري پلاوی ګومارلی دی.
لېوال یزد ښار ته له سفر وروسته اعلان وکړ چې ایراني چارواکو منلې چې د افغان کډوالو پر لېږدوونکي موټر د پولیسو لهخوا ډزې شوې دي.
پر ټولنیزو رسنیو د یوه سوځېدلي ټپي افغان د هغه تصویر خپرېدو پراخ غبرګونونه را پارولي چې د روغتون له کټ سره زولانه شوی دی.
پر ټولنیزو رسنیو په ګڼو غبرګونونو کې دغه عمل له ډيپلوماټیکو اصولو سره مخالف او ناانساني عمل ګڼل شوی دی.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل پر خپلې ټویټرپاڼې د دغه تصویر له خپرولو سره په کنايي ژبه لیکلي چې «په تهران کې د افغانستان لوی سفر د حمزه بن لادن عیادت کوي.» نوموړي له خپلې دې جملې سره د بلاتشبه کلمه هم کارولې ده.
ګڼ منتقدان پوښتنه کوي چې ولې باید سوځېدلی ټپي د روغتون له کټ سره زولانه شي؟ د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان په یوه ټویټ کې خپاره شوي عکس ته په اشارې ویلي، د دغه عمل له توجیه حیرانه شوې. د مېرمن نهان په ټویټ کې راغلي: «د دغه تصویر په لیدلو مې له ځان سره وویل، ای کاش موږ ټول کورونا ونیسي او هېڅوک ژوندي پاتې نه شوو.»
بلهخوا د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکو د دې پېښې په تړاو په لاریون لاس پورې کړی. لاریونوالو له دولته غوښتي چې د افغان مسافرو د سوځولو او سیند ته اچولو په غبرګون کې د هلمند اوبه پر ایران بندې کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې د ایران د یزد ولایت محلي چارواکو په تهران کې له افغان سفیر سره ژمنه کړې چې د دغې پېښې عاملان به د ایران د عدلي او قضايي ادارو لهخوا تر څار لاندې ونیول شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغان مسافرو لېږدوونکي موټر ۱۴ سپرلۍ لرلې چې له ډلې یې یو پاکستانی او ۱۳ نور افغانان وو.
ایراني چارواکو ویلي، موټر د پولیسو خبرداري ته پام نه دی کړی او د موټر پر ټایر د مرمۍ له لګېدو وروسته یې هم ۸ کیلومټره مزل کړی او بیا یې اور اخیستی دی.
ایراني چارواکو ویلي چې د موټر په ټولبکس کې دری کسان وو چې درې واړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.