ایران په چابهار بندر کې افغان پانګوالو ته اسانتیاوې برابروي

د اجراییو رییس مرستیال ویاند جاوید فیصل سلام وطندار ته وویل، چې دغه خبرې د ایران د ولسمشر سلاکار ډاکتر ترکان تېره ورځ (سه شنبې) په تهران کې د افغانستان اجراییوي رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې وکړې.

ښاغلي ترکان زیاته کړه، چې هر هغه  افغان پانګو وال چې په چابهار بندر کې پانګونه وکړي؛ له ویزې، ګمرک او مالیې معاف دي.

ده وویل، ایران به پانګوالو ته نورې اړینې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

ښاغلي ترکان دا هم وویل، چې دوی په چابهار بندر کې د سوداګرو د پانګونو په موخه ډېر کار کړی.

اجراییو رییس ډاکتر عبدالله په دې لیدنه کې وویل، چې یاد بندر د افغانستان له پاره مهم اقتصادي او سوداګریز ارزښت لري او دغه بندر د پاکستان د ګوادر بندر ښه بدیل کېدای شي.

ده وویل، تر اوسه شاوخوا ۳۶ افغان شرکتونو په چابهار بندر کې پانګونه کړې ده.

د یوه بل خبر له مخې اجراییوي رییس ډاکتر عبدالله د ایران ولسمشر له دویمې مرستیالې معصومې ابتکار سره، چې د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې رییسه هم ده؛ وکتل.

مېرمن ابتکار په دې لیدنه کې وویل، چې دوی د چاپېریال ساتنې په برخه کې یو شمېر افغانان روزلي او دې لړۍ ته به دوام ورکړي.

دې وویل، چې دوه اونۍ وروسته په ایران کې د چاپېریال ساتنې نړیوال کنفرانس جوړېږي او په هغه کې یې افغان پلاوي ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده.

د چاپېریال ساتنې ادارې رییسې زیاته کړه، چې دوی د طبیعي سیمو په ساتنه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

ډاکتر عبدالله په دې لیدنه کې وویل، چې دوی هم د افغانستان طبیعي سیمو ساتنې ته ژمن دي او باید پاملرونه ورته لا زیاته کړي.

دغه راز، اجراییوي رییس د ایران د کورنیو چارو له وزیر عبدالرضا رحماني فضلي سره په ایران کې له افغان کډوالو سره د ښه چلند په اړه خبرې وکړې.

عبدالله په دې لیدنه کې د ایران د کورنیو چارو وزیر نه غوښتنه وکړه، چې په ایران کې مېشت افغان کډوالو ته خوندي چاپېریال برابر شي او د دوی د یرغمل نیونو مخه دې ونیول شي.

ده زیاته کړه، چې په ایران کې دې د افغان کډوالو د ثبت لړۍ پیل او ګړندۍ شي او د افغانانو بې ځایه ځورونو مخنیوي دې وشي.

د یادونې ده، چې سبا (چارشنبې) به د اجراییوي رییس پر مشري، افغان حکومتي پلاوی له تهران څخه چابهار بندر ته لاړ شي او د دغه ولایت له چارواکیو سره به خبرې اترې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام