د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، چې د افغانستان د اوبو بندونو د جوړولو په هکله به هیڅکله بېتفاوته پاتې نهشي.
هغه ویلي، چې د کجکي، کمال خان او سلما بندونو د جوړولو په هکله به کرار کښې نه ني، ځکه د روحاني پر خبره د دغو بندونو جوړول د ایران پر سیستان، بلوچستان او خراسان ولایتونو مستقیم تاثیر کوي.
حسن روحاني نن سه شنبه (جولای ۴مه) د ګرد او غبار په اړه د مقابلې په نړيواله ناسته کې وینا د خپل وینا پر مهال، د ایران په ګاونډیو هېوادونو کې د بندونو جوړولو له طرحو سخت انتقادونه وکړل.
په دغه ناسته کې د افغانستان په نمایندهګۍ د چاپیریال ساتنې د عالي ادارې مشر مصطفی ظاهر او په دغه برخه کې د ولسمشر سلاکار عباس بصیر هم ګډون کړی و.
د ایران ولسمشر زیاته کړه، چې عراق، سوریه، اردن، کویټ، عربستان، پاکستان، افغانستان او ترکمنستان هغه هېوادونه دي په سیمه کې د ګرد او غبار د تولید په سرچینو بدل شوي.
هغه وايي، په ۲۴ ساعتونو کې کله کله له همدغو هېوادونو ۸ میلیون متر مکعب خاوره د توفانونو پواسطه ایران ته داخليږي، چې دا چاره د دوی پر کرنې او باغونو منفي اغیز کولای شي.
له بل لوري د اوبو او انرژۍ وزارت عبدالبصیر عظیمي سلاموطندار ته وویل، چې د اوبو بندونو جوړول د افغانستان مسلم حق دی؛ ګاونډيان باید زموږ پریکړو ته احترام وکړي.
عظیمي وايي، چې یوازې له افغانستانه ایران ته اوبه نه ورځي، بلکې له ایرانه هم واړه سیندونه د افغانستان خاورې ته داخليږي، چې د بندونو په جوړولو سره د هغه خوا نه به هم یوه قطره اوبه افغان خاورې ته داخل نهشي.
نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې د اوبو مهارول کولای شي، چې د مخدره توکو د کر او قاچاق او غیرقانوني مهاجرتونو مخه ونیسي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند دا هم وايي، چې نباید ګاونډيان د دغه فرصت خنډ شي.
یاده دې وي، چې ولسمشر غني د خپل کمپاینونو پر مهال د افغانستان د اوبو پر مدیریت زیات ټينګار کاوه.
هغه په بار بار خپلو رسمي ویناوو کې ویلي، چې د افغانستان د اوبو په مهارولو کې اقتصادي ګټې نغښتې دي او کولای شي، چې د یو باثباته افغانستان پر لور یو لوی ګام وي.
افغان ولسمشر وايي، چې د فقر له منځه وړو په برخه کې په افغانستان کې د اوبو مهار کول او د بندونو جوړول اساسي رول لوبولی شي.