د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت چارواکي وايي چې په پاکستان او ایران کې یې ۳ میلیونو کډوالو ته د قانوني اوسېدلو زمنیه برابره کړېده.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي ـ چې ملت ته د حکومت د ځوابوینې پروګرام کې یې خبرې کولې ـ وویل، د دوی وزارت له پاکستاني او ایراني چارواکیو سره په خبرواترو کې و توانېد چې په یادو هېوادونو کې افغان کډوالو ته د قانوني اوسېدنې زمینه برابره کړي.
ښاغلي بلخي زیاتوي، په ایران کې ۵۴۰ زرو کسانو ته کورني پاسپورټونه تمدید شول او د ۹۵۰ زرو کډوالو لپاره په هغه هېواد کې د اوسېدو کارټونه ورکړل شويدي.
د ښاغلي بلخي په وینا، د افغان مهاجرو د قانوني مېشتېدلو په اړه په ایران کې توافق شوی او تر اوسه ۸۰۰ زرو کسانو د اوسېدلو سند تر لاسه کړيدي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر همداراز وايي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د قانوني مېشتېدلو په اړه خبرېاترې روانې دي او تر اوسه ۱.۴ میلیونه افغاني کډوالو ته په پاکستان کې د اوسېدلو سند ور کړل شویدی.
ورته مطلب:
هره ورځ شاوخوا ۳زره کډوال له اېرانه، هرات ولایت ته ستنېږي
د افغانستان ځېنې بېځایه شوي کډوال اقلیمي کډوال دي
په ورته وخت کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني ملت ته د حکومت د ځوابوینې پروګرام کې وویل، په پام کې ده په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ابو لګولو ۳۴۴ شبکې بشپړې شي.
د ښاغلي دراني په خبره، د کمالخان بند، د اندخوی، خوشتپې، موسی کلا او زمینداور په شان د لویو کانالونو کارونه پیل شوي او په کونړ او بادغیس د لمریزې برېښنا له لارې د ځېنو ځمکو اوبه کول د کرنې وزارت سږني پروګرامونه دي.
ملت ته د حکومت د ځوابوینې پروګرام خلکو ته د وزارتونو تر ټولو لوی د راپور ورکولو پروګرام دی چې تېره اوونۍ د چهار شنبې په ورځ پیل شوی او دوه اوونۍ به دوام وکړي.
ورته مطلب: