د ماشومانو ځورول یو له هغو موضوعاتو دي چې په هره ټولنه کې پېښیږي، خو د دغې ناوړه ښکارندې زیاتره قربانیان هغه ماشومان دي چې ان په دې نه پوهیږي؛ چې ځورول شوي دي.
ګڼ شمېر ماشومان دغې موضوع سره مخ کېږي خو د بېلابېلو دلایلو له امله نهشي کولی مشرانو سره خپلې تجربې او ستونزې شریکې کړي.
یوازې جنسي تېری نه دی چې د ماشومانو د ځورونې لامل کېږي، بلکې له دې هم ناوړه موارد شته چې ماشومانو ته یې جدي ګواښ پېښ کړی دی.
ماشومان معمولا د کورنۍ غړیو، په کار ځای کې د مشرانو او یا هم د لوبو کولو پر مهال د مشر ملګري له خوا جنسي ځورولو سره مخ کېږي.
د نورو درنو جرمونو خلاف چې مرتکبین یې نومبدي شخصیتونه دي د ماشومانو جنسي ځورولو عاملان نیکنومه او ارامه کسان دي چې څوک یې په اړه بد فکر هم نهشي کولی.
په «مستعار نوم» فریبا د جنسي ځورونې قرباني شوې جینۍ ده او اوس ۲۳ کاله عمر لري. په هغې چې په ماشومتوب کې څه تېر شوي، په اړه یې داسې وايي:«ښايي شپږ کلنه وم چې مور مې له کور سره نږدې د غالیو اوبدلو یوې کارخانې ته لېږلم. اقتصادي ستونزه مو نهلرهو خو مور مې نه غوښتل چې زه په کوڅو کې وګرځم. مربي مې ښايي یو ۳۰ کلن نارینه و، تل به یې زما تناسلي اله سولوله او ویل به یې دا ډول ژر د قالینو اوبدل زده کوې؛ زه سخته ځورېدم او دا کیسه مې هېچاته کولی نه شوی… .»
د فریبا په وینا، د ماشومانو له جنسي ځورونې د هغې او مور نه پوهاوی لامل شو څو هغه دغه خبره هېڅکله هم چا سره شریکه نهکړي او مور یې هم ورسره همکاري ونهکړي.
اخوا فضیله چې د درېیو ماشومانو مور ده وايي، د ماشومانو جنسي ځورونې په اړه پوهاوی ورکول لومړی د کورنۍ مشرانو کار دی.
د کابل رواني صحت روغتون مسوول ایمل صافی وايي، ماشومان تر ډېره د کورنۍ ځوانانو او هغو کسانو له لوري ځورول کېږي چې یو چاپېریال کې ورسره اوسي، چې ماشومانو یې رواني ناروغیو سره مخ کړي دي.
د هغه په وینا، د کورنۍ مشران باید داسې خپل ماشومان وروزي چې هر ډول موضوع ورسره شریکه کړي.
په زیاترو هېوادونو کې د خصوصي حریم په اړه د کورنیو او ماشومانو پوهاوي کچې لوړولو لهپاره ډېر کارونه کېږي چې د کارتون او فیلم جوړول یې له مثالونو دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معین کمال سادات د رسنیو له لوري دغه ډول راپورونو خپرول مهم بولي او وايي، دغه وزارت په ځانګړې توګه د ځوانانو چارو معینیت د کورنیو له مشرانو، رضاکاره ځوانانو د ښوونځي له ښوونکیو او وړکتون له چارواکیو سره یو لړ پروګرامونه طرحه کړي خو د مالي ستونزو له امله نهدي توانېدلي، دغه پروګرامونه د کارتون یا فیلم په بڼه وړاندې کړي.
ومو غوښتل د ماشومانو ځورولو پېښو په اړه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نظر هم ولرو، خو د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي وايي، هغوی سلاموطندار راډیو سره ځکه خبرې نه کوي، چې دې راډیو د دغه کمېسیون مشرتابه غړو بدلون په تړاو د ولسمشر فرمان په اړه ریپوټ خپور کړی دی.
د جنسي ځورونې مخنیوي قانون د ۱۳۸۵ کال د لړم میاشتې په ۱۹ نېټې د ولسي جرګې له لوري تصویب شو چې د دغه قانون ۲۴ ماده کې د جنسي ځورونې مرتکبینو لهپاره مجازات په پام کې نیول شوي دي.
د شمېرو لهمخې د نړۍ په کچه له هرو لسو ماشومانو، یو ماشوم د جنسي ځورونې قرباني شوی دی او د جنسي ځورونې ۹۰ سلنه قرباني شوي؛ د پېښې عاملان هم پېژني.