ایا افغانستان به ۲۰ اوریزه اسیايي کرکټ جام ته لاره پیدا کړي؟

د کرکټ اسیايي شورا غونډه کې پریکړه وشوه، چې د راتلونکې ۲۰۱۶م ز کال لومړی پړاو ۲۰ اوریزه (ایشیا کپ) کرکټ سیالۍ به یو ځل بیا په بنګله دېش کې ترسره شي.

پدې سیالیو کې به د اسیا بشپړ غړیتوب لرونکي پاکستان، هندوستان، کوربه بنګله دېش او دفاعي اتله سریلانکا کرکټ لوبډلې نیغ په نیغه ولوبېږي، خو له افغانستان سره د تېرکال په پرتله برعکس رویه وشوه.

که څه هم تېرکال ۲۰۱۵م کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ښه تیاریو په موخه افغانستان ته د وخت کرکټ بورډ چارواکو په هلو ځلو نیغه په نیغه د لوبیدو چانس ورکړل شوی وو، خو دا ځل کیسه بدله ده.

د کرکټ اسیایي شورا د پریکړې له مخې باید افغانستان د هانګ کانګ، کوربه عربي امارات او عمان سره په ګډه  په عربي اماراتو کې شل اوریزه ایشیا کپ سیالیو ته د لارې موندنې په موخه ټاکنیزپړاو لوبې ترسره کړي.

ددې ټاکنیزپړاو اتله لوبډله به د بنګله دیش په کوربتوب لومړي پړاو شل اوریزه (ایشیا کپ) کرکټ سیالیو ته غوره شي.

د یادونې وړ ده، چې د کرکټ اسیایي شورا غونډه په سینګاپور کې ترسره شوه چې په لومړی پړاو شل اوریزه ایشیا کپ سیالیو له پاره د راتلونکې ۲۰۱۶ م ز کال فیبرورۍ میاشتې ۲۴ مه نیټه اعلان شوه.

ویل کیږي، چې د ۵ هیوادونو ایشیا کپ سیالۍ به د مارچ میاشتې تر ۶ مې نیټې روانې وي او د شپږم پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو د پیل ۵ ورځې وړاندې به پای ته ورسیږي.

د غه راز هندوستان کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ بورډ غوښتنه ومنله، چې سیالۍ د اعلان شوې نیټې وروسته کړي ترڅو د پاکستان لومړي پړاو (سوپرلیګ) سیالیو سره ټکر و نه کړي.

یاده دې وي، چې دا به سر په سر درېیم خو ټولټال د ۱۹۸۸، ۲۰۰۰، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ م ز کال وروسته پنځم ځل وي، چې بنګله دېش د ایشیا کپ کرکټ سیالیو کوربتوب کوي.

ټاکل شوې ده، چې ایشیا کپ سیالیو ته د لارې موندنې په موخه به دافغانستان، هانګ کانګ او عمان ترمینځ ټاکنیز پړاو لوبې د راتلونکې نومبرمیاشتې په ۲۷ مه نیټه د عربي اماراتو په ابوظبي کرکټ نړیوال لوبغالي کې پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام