اکلیل حکیمي: د ۹۵یم مالي کال په بودیجه کې ۶ سلنه ډېروالی راغلی دی

نوی مالي کال، هر کال د مرغومي (جدي) په میاشت کې پیلېږي

د افغانستان د د ماليې وزیر اکلیل حکیمي د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل، چې د ۹۵یم مالي کال په بودیجه کې د تېر هغه په پرتله ۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

له قانون سره سم به ولسي جرګې دغه بودیجه د یوې میاشتې په اوږدو کې د نظریاتو او بحثونو نه وروسته تاييد کړي.

نوی مالي کال، هر کال د مرغومي (جدي) په میاشت کې پیلېږي.

د ماليې وزیر نن چهارشنبې د (نومبر په ۲۵مه) په رسمي ډول د ۱۳۹۵یم کال ملي بودیجه د مشرانو جرګې له مشورتي نظریاتو نه وروسته، ولسي جرګې ته وړاندې کړه.

دا بودیجه ټولټال ۴۶۱،۸ میلیارده افغانۍ ده، چې ۲۸۳،۳ میلیارده یې عادي بودیجه او ۱۸۸،۵ میلیارده یې پراختیايي هغه ده.

 د ۱۳۹۴ کال لپاره ټولټال ۴۲۲ میلیارده افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې وه، چې له جملې یې ۲۸۲ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۴۰ میلیارده د پراختیايي چارو لپاره ځانګړې شوې وه.

افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د بودیجې له ژور کسر سره مخ دی، چې هر کال د بهرنیو مرستو له لارې پوره کېږي.

د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه ملي بودیجه پر بهرنیو مرستو متکي ده او پاتې یې له کورنیو سرچینو څخه تمویلېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام