د مدني بنسټونو شبکه (اکسین) ځېنې چارواکي وايي، چې د ټاکنیز سمون او د غوراوي کمېټې د چارو ځنډول د هېواد سیاسي ټیکاو ته زیان رسوي.
د اکسین شبکې غړې صغرا سعادت نن (پنجشنبه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د ملي یووالي حکومت مشران دې د هېواد اوسني حالت ته په کتو سره په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو په اړه خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د سمون راوړلو په اړه د ولسي جرګې له لوري د ولسمشر تقنیني فرمان له ردېدو وروسته د غوراوي کمېټې چارې په ټپه ودرېدې.
د اکسین شبکه له حکومت نه غواړي، چې ژر تر ژره دې د غوراوي کمېټې چارې پیل، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې دې سمون راوستل شي او نوي کمشنران دې معرفي شي.
د دغه بنسټ بل غړي روشن څېړن وايي، چې د رڼو ټاکنو د پیل له پاره باید ولسمشرۍ ماڼۍ ژر تر ژره د غوراوي کمېټې د چارو پیلولو له پاره فرمان ورکړي.
په ورته وخت کې د غوراوي کمېټې غړی نعیم ایوب زاده وايي، چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې له سمون پرته د رڼې ټاکنې شونې نه دي.
ایوب زاده وايي، چې که په ټاکنیزو کمېسیونونو کې سمون را نه وستل شي، راتلونکې ټاکنې به له تېرو ټاکنو لانجمنې وي.
په ورته وخت کې د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل په دې اړه سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې یوه اونۍ وروسته به ولسمشر غني د غوراوي کمېټې د چارو بیا پیل له پاره فرمان صادر کړي.
د ده په خبره د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې ده، چې د ولسي جرګې د کار له پیل مخکې به ولسمشر په دې اړه فرمان ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګه له یوې نیمې میاشتې رخصتۍ د کب میاشتې په ۱۵مه نېټه خپلې چارې پیل کړي.