اکاش چوپړا: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تیزبالران پاکستانيان دي

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی بیټسمین او مشهوره (کمینټیټر) اکاش چوپړا د ټویټر په یو پیغام په افغان کرکټ بورډ او مینه والو کط غوسه راپارولې.

اکاش چوپړا چط اوسمهال د بنګله دیش په کوربتوب په لومړی پړاو شل اوریزه ( ایشیا کپ ) سیالیو کې په (کمینټرۍ) بوخت دی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تیز بالران پاکستانیان یاد کړِي دي.

د نوموړي په وینا چې د ایشیا کپ په ټاکنیز پړاو کې د لوبیدونکو عربي امارت، عمان او هانګ کانګ په څیر د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تیزبالران هم د پاکستان هیواد دي.

د ټویټر پیغام په خپرېدو د افغانستان کرکټ مینه والو ترڅنګ افغان کرکټ بورډ هم په خپله رسمي ټویټر پیغام پاڼه کې د اکاش چوپړا دغه څرګندونې بې مسولیته یادې کړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپل ټویټر پیغام کې دغه پخواني هندي کرکټر ته ویل شوي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په خټه پاک افغانان دي.

دغه راز د افغانستان کرکټ یو شمیر مینه والو هم چې په ټویټر ټولنیزه پاڼه کې ثبت دي؛ د اکاش چوپړا څرګندونې غندلي دي او له نوموړي څخه یې غوښتي چې بخښنه وغواړي.

پخپله د کرکټ بورډ او یو شمیر کرکټ پالوونکو د غبرګونو وروسته د کرکټ هندي تبصره کوونکي په رسمي توګه په خپله (ټویټر) پاڼه کې له افغانانو بخښنه غوښتې.

نوموړي خپل نظربدل کړی دی او ویلي یې دي، مقصد یې دا و  چې زیاتره دغه لوبغاړو په پاکستان کې وخت تیرکړی دی.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د کرکټ یو شمیرنورو کرکټ کارپوهانو او پخوانیو لوبغاړو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زیاتره لوبغاړي پاکستانیان یاد کړي دي.

د اکاش چوپړا وړاندې د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې مشهوره سپنر بالر سعید اجمل هم په یوه تلویزوني مرکه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي پاکستانيان یاد کړي وو چې په غبرګون کې ېې کرکټ بورډ د قانوني چلند دعوه هم کړې وه خو بیا وروسته ګونګه پاتې شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام