ايراني پوليسو د افغان کډوالو پر لېږدوونکي موټر بريد کړی

د ايران په یزدان ښار کې د افغان کډوالو لېږدوونکی موټر سوځېدلی چې له کبله یې ۳ کسان مړه شوي او ۱۰نور ټپيان دي.

يو شمېر هېوادوال چې له دې پېښې روغ وتلي او د پېښې شاهدان دي وايي، ايراني پوليسو د افغان کډوالو پر لېږدوونکی موټر ډزې وکړې چې له کبله يې موټر اور واخيست.

هغه ويډيو چې رسنيو کې لاس په لاس کېږي، ليدل کېږي چې افغانان په اور کې سوځي او ژغورل شوي کسان يې چيغې وهي او اوبه غواړي.

په دې ويډيو کې اورېدل کېږي چې يو ايرانی وګړی په یزدۍ ګړدود وايي، « موټر ورپسې و، ډزې يې پرې وکړې او لاړ.»

د ولسي جرګې يو شمېر غړي او مدني فعالان دا پېښه زړه‌ بوږنوونکې پېښه ګڼي او پر حکومت د نيوکې ترڅنګ وايي چې په ايران کې چې پر هر افغاني ظلم زياتی شوی، پېښه يې په سمه توګه نه ده څېړل شوې.

وکيلان وايي، تر اوسه پورې د ايراني پوليسو له لوري د افغانانو د سيند ته  غورځولو د پېښې لامل هم نه دی معلوم.

په ورته وخت کې هرات کې مدني فعال سیداشرف سادات هم پر حکومت نیوکه کوي او د ايراني پوليسو له لوري دا کړنه غندي.

نوموړی له حکومت، نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د بشر د حقونو له بنسټونو غواړي چې پر دې پېښې غلي پاتې نه شي.

افغان چارواکي وايي، ډېر ژر به د پېښې څېړلو لپاره پلاوی وټاکل شي.

له دې سره  د بهرنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په ايران کې يې د افغانستان سفارت ته لارښوونه کړې چې دا پېښه وڅېړي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې ۳ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم له ۵۰ ډېر افغان کډوال د ايراني پوليسو له لوري شکنجه او بيا سيند ته غورځول شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام