انګېلا مېرکل: د کډوالو په اړه مه بې رحمه کېږئ

د المان لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل د نوي زیږدیز کال په اړه په خپل پېغام کې له خلکو غوښتي، چې په دغه هېواد کې نږدې د ۱.۱ ميليون کډوالو سره ښه چلند وکړي او مېلمه پالنه دې نه هېروي.

په لومړيو وختونو کې چې کډوالو د المان په لور مخه کړه؛ نو د پنا ورکولو پر سر مېرکل وستایل شوه، خو وروسته بیا د کډوالو د زیات ورتګ له امله د کډوالو د مدیريتولو پر سر پرې سختې نیوکې وشوې.

په همدې حال کې مېرکل د نوي کال په اړه په خپل پیغام کې د کډوالۍ څخه د ملاتړ په سیاست ټینګار کړی او د «نن» ستونزه یې د سبا له پاره «فرصت» بللې ده.

د المان لومړۍ وزیرې په خپلې تلویزوني وینا کې وویل: «له هغوی کسانو چې په زړه کې رحم نه لري له هغوی نه تقلید د خاص اهمیت لرونکی دی، هغوی د المانیتوب سطحي پېژند لري او ټول د المان د وګړو په توګه نه مني.»

د ۲۰۱۵ کال په ورستیو کې مېرمن مېرکل ژمنه کړې وه، چې د کډوالو منلو لړۍ به ځنډنۍ کړي، هغې همدا ډول د اروپايي ټولنې د مشرانو سره د ختیځې اروپا له هېوادونو غوښتي وو، چې د کډوالو په موضوع کې له المان سره ملګرتيا وکړي. همدا ډول المان له ترکیې سره د کډوالو د مخنیوي په برخه کې مالي مرسته کړې وه.

المان ته زیاتره، د سوریې، عراق او افغانستان کډوال ورغلي دي او همدا ډول نږدې ۳۸۰۰ کډوال المان ته د رسېدلو په هیله د مدیترانې په سمندر کې غرق شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام