انځورګرۍ ته د بلخ د ښځو لیوالتیا زیاته شوې

د بلخ ولایت ځينې ښځې وايي، چې په دغه ولایت کې د ښځو له‌پاره د انځورګرۍ ځانګړي کورسونو او مرکزونو رامنځ ته کېدل دوی د نقاشۍ هنر ته زیات تشویق کړي دي.

پخوا په دغه ولایت کې د ځينو رواجونو او د ټولنې د سنتي اوسیدونکو له امله د نقاشۍ هنر ته خلکو په ځانګړي توګه ښځو زړه نه ښه کاوه.

خو اوس دغه هنر د پخوا په پرتله ډیر ښه شوی او د مسلکي یادولو له‌پاره يې ښځې زیات هڅې کوي.

۲۳ کلنه حفیظه محمدي وايي، چې د ښځو له‌پاره يې په بلخ کې د نقاشۍ هنر د تدریس له‌پاره په وړیا توګه ځانګړی مرکز جوړ کړی دی.

حفیظه زیاتوي، چې د مېرمنو له‌پاره د انځورګرۍ ښځينه استادانو نه‌شتون له‌وجې زیاترو ښځو له دغه هنر څخه لرې پاتې و، خو پر وینا يې اوس دغه ستونزه تر ډيره حل شوې ده.

یو تن انځورګره د حدیثې په نوم وايي، چې پخوا خلکو ښځو ته د دغه هنر د یادولو څخه منع کول، خو اوس زیاتره کورنۍ پوه شوي او خپلو نجونو ته اجازه ورکوي.

هغې زیاته کړه، چې دوی غواړي د انځورګرۍ د هنر له لارې فرهنګ‌سازي وکړي او د ښځو ستونزو ته انعکاس ورکړي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس صالح محمد خلیق وايي، چې د پخوا په پرتله انځورګري په بلخ کې ښه وده کړې، چې پر وینا يې یو لوی لامل يې د ښځينه وو د ګډون زیاتوالی دی.

د نوموړي پر خبره، انځورګري باید یو ذوق نه بلکې د عاید لاسته‌راوړلو په یوه سرچینه بدله شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام