انوش دستګیر: د فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي دندې اخېستلو اراده نه‌لرم

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د اوسنۍ ملي لوبډلې مرستیال‌روزونکي انوش دستګیر سلام وطندار سره په ځانګړې مرکې کې ویلي، اوس‌مهال د فوټبال لوبې د روزنې په برخه کې د اروپا تر ټولو معتبر سند په لاس کې لري او په نړ‌ۍواله کچه د هرې ملي لوبډلې او کلپ روزنه ترسره کولی شي.

د ښاغلي دستګیر په وینا، که افغان فوټبال فدراسیون ده ته د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي دندې اخیستو وړاندیز وکړي دی یې د اوس له‌پاره اراده نه لري.

نوموړي زیاته کړه، د فوټبال ملي لوبډلې په روزنې کې روزونکي یوازې له ۵۰ تر ۶۰ ورځو په روزنه بوخت وي؛ خو دا چې ده د (الف) درجې روزنې سند ترلاسه کړی؛ هڅه کوي چې هره ورځ د فوټبال لوبغاړیو سره په میدان کې تېره کړي چې د ملي لوبډلې سره بیا دا کار ناشونې دی.

د ښاغلي دستګیر په خبره، که افغان فوټبال فدراسیون له‌ده د مشر روزونکي غوښتنه وکړي؛ ښایي تر راتلونکیو ۵  تر ۱۰ کلونو وروسته دې دندې اخېستلو ته زړه ښه کړي.

مرستیال روزونکي انوش دستګیر وویل چې اوس‌مهال د افغانستان فوټبال فدراسیون د نوي روزونکي پر ګومارلو کار کوي او ښایي تر راتلونکې یوې میاشتې د ده او د اوسني مشر روزونکي اوتوفیستر د ځای‌ناستي په اړه پرېکړه وشي.

انوش دستګیر څو ورځې مخکې د اروپا فوټبال په تاریخ کې د تر ټولو ځوان روزونکي په توګه د  لومړۍ (A) درجې فوټبال روزنې سند ترلاسه کړ.

دغه روزونکي په‌خپلې مرکې کې وویل، له ټولو پړاونو او زده‌کړو وروسته یې د دې روزنې سند ترلاسه کولو له‌پاره تر ټولو زیاتې له ۱۰ نه ۹ اعشاریه ۳ نومرې ترلاسه کړې‌دي.

انوش دستګیر ۲۸ کاله عمر لري چې دم‌ګړۍ په هالینډ کې ژوند کوي او د ۲ کالونو له‌پاره یې له ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۱۷ کال پورې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په ګټه په ۴ نړۍوالو سیالیو کې لوبې هم کړې‌دي.

د فوټبال ملي لوبډلې مرستیال روزونکي انوش دستګیر چې په ۲۰۱۶ کال کې د لنډې مودې له‌پاره د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې روزونکی هم و؛ له اروپا څخه د ستر (A) درجې د سند په لاسته‌راوړلو خوښي ښودلې ده.

 دستګیر په ۲۰۱۵ کال کې له افغان فوټبال ملي لوبډلې سره یوځای شو چې په دفاع او منځ‌لیکې کې یې لوبې کولې او د ۴ نړۍوالو سیالیو لوبو وروسته یې تېرکال له نړۍوال فوټبال سره مخه ښه وکړه او روزنې ته یې مخه کړه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام