انلاين زده‌کړې؛ زده‌کوونکي: ډېری ښوونکي له ټکنالوژۍ سره بلد نه دي

د کورونا ويروس له خپرېدو سره سم ډېری فعاليتونه انلاین بڼې ته واوښتل او ښارونه يو په بل پسې قرنطین شول. د ښوونيزو او تحصيلي بنسټونو فعاليتونه هم وځنډېدل او د دې بنسټونو مسوولانو د قرنطين پر مهال د بديلې طرحې له مخې په انلاین بڼه او يا هم د انټرنټ له لارې د ټولنيزو رسنيو پر مټ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو زده‌کوونکيو ته اسانتياوې برابرې کړې ترڅو د قرنطين د دوام له کبله يې ښوونيز نظام ګډوډ نه‌شي.

ياده طرحه کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو زده‌کوونکي اړ دي چې د زده‌کړې انلاين بڼې ته مخه کړي او په غيرحضوري توګه خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

ذکیه حسیني د خصوصي پوهنتون محصله ده او په يوه خصوصي ښوونځي کې د ښوونکې دنده لري وايي، قرنطین لامل شوی چې هغه بې‌کاره پاتې شي او ونه شي کولای د خپل پوهنتون فيس ورکړي.

د نوموړې په وينا، د داسې وضعيت دوام يې چې هېواد کې هره اوله خبر بې‌وزلي ده، تحصيلي نظام ګډوډوي او يو شمېر خلک اړ کېږي چې لوړو زده‌کړو ته دوام ور نه کړي او خوشې يې کړي.

عبدالله چې د کابل پوهنتون د فقې او حقوقو پوهنځي محصل دی وايي، نامنظمه برښنا، د انټرنټ د بيې لوړوالی او د انلاين بڼې د معياري سيسټم نه موجوديت لامل شوی چې درسونه يې وړاندې لاړ نه شي. د نوموړي په وينا، ښوونکي يې د ټکنالوژۍ له سمې کارونې سره بلد نه دي.

خو د لوړو زده‌کړو وزارت وياند عزیزاحمد اوریاخېل سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم د ياد وزارت رهبرۍ د خصوصي پوهنتونونو اتحاديې ته مشوره ورکړې، د هغو محصلانو فيس دې کم کړي چې د خصوصي پوهنتونونو زده‌کوونکي يې فيس نه لري او د زده‌کړو د هر سمسټر پيسې نه شي ورکولای؛ خو ياد وزارت د دې کار صلاحيت نه لري چې د ياد کار عملي کولو لپاره پر خصوصي پوهنتونونو فشار وارد کړي.

د نوموړي په وينا، د هغې نوې طرحې له مخې چې د لوړو زده‌کړو وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په همکارۍ جوړه کړې، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو محصلان کولای شي په وړتيا توګه انټرنټ لاسته راوړي.

د کابل له قرنطین او د ټولو دولتي او خصوصي تحصيلي بنسټونو له بندېدو نه وروسته، لوړو زده‌کړو وزارت د انلاين زده‌کړو طرحه وړاندې کړه؛ خو ډېري زده‌کوونکيو دغه طرحه ناکامه ګڼي او وايي چې ډېري ښوونکي د ټکنالوژۍ له تازه سيسټم سره بلد نه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام