وسله والو طالبانو د تېرې ورځې له غرمې وروسته د بغلان ولایت په برکه ولسوالۍ برید وکړ او تر اوسه له امنیتی ځواکونو سره به نښته لګیا دي.
د بغلان ولایت د امنیې قومندان عبدالجبار پردلي وايي، چې په کندوز ولایت کې د جندالله ډلې او وسله والو طالبانو له ماتې وروسته د دغه ولایت برکه ولسوالي ته راغلي دي.
پردلي زیاته کړه، چې تر اوسه پورې په دې نښته کې ۱۳ طالبان وژل شوي او ۳ تنه افغان امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایتي شورا مرستیال فیروزالدین ایماق وايي، چې که دغې ولسوالۍ ته نوي سرتېري ونه لېږل شي، خو وسله واله والو طالبانو لاسته به ورشي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
په لوګر کې د لسګونو طالبانو وژل کېدل
د لوګر ولایت سيمه ييز چارواکي وایی، چې د دغه ولايت په خروار ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر۱۰۰ زیات طالبان وژل شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح سلام وطندار ته وويل، امنيتي ځواکونو له يوې اونۍ را په دې خوا په خروار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
ده زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې تر اوسه طالبانو د ۶ قوماندانو په ګډون ١١٠ طالبان وژل شوي او تر۳۰ ډېر ټپيان شوي دي.
صالح وایی، چې دغه عمليات به تر هغه روان وي، چې ياده ولسوالي د وسله والو طالبانو له شتونه نه وي پاکه شوي.
په ورته وخت کې د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي په خروار ولسوالۍ کې پيل شوي عمليات مثبت ارزوي او وايي، چې امنيتي ځواکونه بايد د خروار ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت له پاره له عملياتو وروسته په سيمه کې پاتې شي.
خو د يادو عملياتو په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ویلي دي، چې د یوې اونۍ راهیسې د خروار ولسوالي د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې يواځې ۵ طالبان وژل شوي دي.
دى وايي، چې يواځې د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ ودانۍ له امنيتي ځواکونو سره دي او پاتې نورې ټولې سيمې له ١٤ کلونو راهيسې د طالبانو په ولکه کې دي.
د کندور له پېښې وروسته پر بغلان، بدخشان، لوګر او غزني ولایتونو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.