د لوګر پاڅون کوونکي وايي، چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې پر خپلو امکاناتو له وسله والو مخالفينو سره جنګېږي، خو وخت ناوخت پرته له کوم جرم څخه د امنیتي ځواکونو له خوا بې وسلې کېږي.
د لوګر د پاڅونوالو مشر سيد فرهاد اکبري سلام وطندار ته وویل، چې په دغه ولایت کې له تېرو څلورو کلونو راهيسې شاوخوا ١٢ زره پاڅون کوونکي پر خپلو امکاناتو، له وسله والو مخالفينو سره پر جګړه بوخت دي.
هغه وايي، چې په دې موده کې پاڅونوال توانېدلي دي، چې د لوګر په کچه ۸۰ کلي د وسله والو مخالفينو له موجودیت پاک کړي.
اکبري زیاتوي، چې د لوګر او کابل امنیتي ځواکونو د ده په ګډون یو شمېر کسان بي له کوم جرم نیولي او بي وسلې کړې یې دي.
هغه ګواښ وکړ، که چېرې دولت د دوی ملاتړ ونه کړي؛ مجبور دي، چې خپلې سیمې بېرته وسله والو ته پرېږدي او له سیمې نه کډه شي.
اکبري د پاڅونوالو له نورو ۴ مشرانو سره شاوخوا یوه میاشت وړاندې له زندانه راخوشې شو.
د ده پر خبره، امنیتي ځواکونو بې له کوم ثبوته ۲۴ ورځې زنداني کړی و.
دغه راز د بره کي برک ولسوالۍ د پاڅونوالو مشر عبدالجليل وويل، چې حکومت له پاڅونوالو سره د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په جګړه کې مرسته نه کوي او کله نا کله خو یې د ځپلو له پاره له بېلابېلو لارو کار هم اخلي.
هغه وويل: "موږ په جګړه کې دوه طالبان ووژل، اوس حکومت د هغوى د وژنې په تور زما دوه زامن بنديان کړي دي."
ده پر حکومت غږ وکړ، چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه له پاڅونوالو سره اړينې مرستې وکړي.
بل لورته د لوګر د والي ویاند محمد سلیم صالح سلام وطندار ته وویل، چې د لوګر ولایت ټول امنیتي او استخابراتې ادارې په پام کې لري، چې د دغه ولایت پاڅونوال ثبت او راجستر کړي.
صالح زیاتوي، چې د لوګر ولایتي اداره په ټولو برخو کې د پاڅونوالو لاس نیوی کوي او هیڅ ډول ستونزه یې ورته نه ده جوړه کړې.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، له نن نه څلور کال وړاندې د دغه ولایت د بره کي برک، خوښۍ، محمداغې او مرکز پل علم زرګونو پاڅونوالو د فرهاد اکبري تر مشرۍ لاندې د وسله والو پر ضد خپله وسله راپورته کړه او تر ډېره د دغه د وسله والو مخالفینو مخې ته درېدلي دي.