د کرکټ نړیوالې شورا خپله سخته پرېکړه اعلان کړه، چې له مخې یې د دې شورا د(۲.۷ مې) مادې پر اساس د بېلا بېلو ستونزو د لرلو له کبله د متحده ایالاتو د کرکټ غړیتوب ځنډول شوی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا د پرېکړې له مخې، د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې په کلنۍ غونډه کې د امریکا کرکټ ادارې ته د موجودو ستونزو د له منځه وړلو خبرداری ورکړی و، خو دغه اداره په اصلاحاتو کې پاتې راغله.
د نړیوالې شورا د پرېکړې له مخې به د یاد هېواد کرکټ اداره له دې وروسته په خپل هېواد کې هیڅ قسم نړيوالې رسمي لوبې ونه کړی شي او نه به هم د دې شورا له خوا مالي مرستې ترلاسه کړي.
په همدې حال کې د کرکټ نړيوالې شورا ویلي، چې نه غواړي د امریکا د غړیتوب له ځنډولو سره د دې هېواد ملي لوبډله زیان وویني.
یادې شورا په خپله کلنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د امریکا کرکټ ملي لوبډله به د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب راتلونکې جولای میاشت پیلېدونکي شل اوریزې کرکټ نړیوال جام ټاکنیز پړاو کې د لوبېدو اجازه ولري.
دغه راز یې د امريکا متحده ایالاتو ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې ته اجازه ورکړې، چې د برمودا په کوربتوب د امریکا وچې په ۱۹ کلنو کرکټ سیالیو کې برخه واخلي.
دغه اعلان د کرکټ نړيوالې شورا مشر شري نوانس د کرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې وکړ، چې د ویسټ انډيز په (ټرینیډا او ټوبیګو) جزیره کې جوړه شوې وه.
د کرکټ نړیوالې شورا مشر شري نوانس په غونډه کې وویل، چې دا ورته تر ټولو ستونزمنه پرېکړه وه، خو د امریکا کرکټ ادارې غړیتوب یې د دوی په اداره کې د شته ستونزو له کبله د یاد هېواد کرکټرانو د ګټې لپاره سمدلاسه ځنډولې دي.
د نړیوالې شورا دغه پریکړه دهغه راپور په اساس کړې ده، چې له مخې یې د امریکې کرکټ بورډ اداره په مالي، اداري، کرکټ فعالیتونو په ناغیړۍ او د کرکټ لوبې د معیار نه ساتلو کې ګرمه پیژندل شوې ده.
د شري نوانس په وینا، په امریکه کې د کرکټ بې سارې استعدادونه شته، چې نړيوال کرکټ ته ډېره ګټه رسولی شي، خو اوسنۍ ناکامه اداره په دې هېواد کې د کرکټ لوبې د پرمختګ مخه ډب کړې ده او باید چې اصلاحات په کې راشي.