د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د جرمني صدراعظمې انګیلامېرکل په دې سره سلا شوي، چې پر روسیې هېواد به تر هغه وخته پورې اقتصادي بنديزونه دوام ومومي، چې دغه هېواد د اوکراين ملي حاکميت ته درناوی نه وي کړی.
دوی له (G7) هېوادونو له ناستې مخکې دغې فیصلې ته رسېدلي دي.
په پام کې ده، چې (G7) هېوادونو غونډه د راتلونکي شنبې په ورځ په جرمني کې ترسره شي، خو دوی د امريکايي او اروپايي هېوادونو د اړيکو د لا ښه کېدو په باب مخکې له دغې غونډې سره ليدلي دي.
راپورونه وايي، چې د جي اووه هېوادونو په ناسته کې د جرمني صدر اعظمه خپلو راتلونکو پلانونو د عملي کولو له پاره د اکثریت رایو خپلولو په هدف د امريکا ولسمشر بارک اوباما ته د یو مهم کليدي عنصر په سترګه ګوري.
د جي اووه هېوادونو له ناستې مخکې د امريکا ولسمشر بارک اوباما انګیلا مېرکل ته ويلي، چې پر روسيې لګول شوي بندیزونه به د مینسک د موافقې تر عملي کېدونو پورې دوام وکړي.
د سپينې ماڼۍ ویاند جوش ایرنیست وویل، چې د اوکراين پر موضوع اوباما د جرمني صدر اعظمې مرستې ته شديده اړتيا لري.
د ويلو ده، چې ولسمشر بارک اوباما او صدر اعظمې انګیلا مېرکل دا موافقه د جرمني په باویریا ایالت کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو له سرمشریزې وړاندې په پرونۍ ناسته کې وکړه.
داسې ليدل کيږي، چې مېرکل تمه لري، چې د جي اووه هېوادونه هم د اوکراين په اړه کلک او روښانه دريځ غوره کړي.
هغه څه، چې د بريتانيا صدر اعظم ډيويډ کامرون هم له اروپايي هېوادونو هيله لري.
نوموړي خبريالانو ته ویلي، چې د اروپايي ټولنې ۲۸ غړي هېوادونه باید د اوکراين پر موضوع يو موټی شي او خپل دريځ څرګند کړي.
باید وویل شي، د مینسک په موافقه کې هغه څه چې روسيې وعده کړې وه، عملي کړي يې نه دي؛ نو دوی اوس غواړي په درېیمه غونډه کې دغه بندیزونه و ارزوي.
له دې غونډې داسې تمه کيږي، چې د روسیې پر ضد د بندیزونو د پالیسۍ په برخه کې یووالی په اکثريت رايو تایید شي.
که چېرې په اکثريت رايو د اوکراين د موضوع په اړه پر روسيې بندیزونه تایید شي؛ نو کېدی شي، چې دغه اقتصادي بندیزونه لا پراختيا ومومي.
جي اووه، د نړۍ سترو صنعتي هېوادونو ته ويل کيږي، چې کاناډا، جاپان، امريکا، جرمني، بريتانیا، فرانسه او ايټاليا هېوادونه په کې شامل دي.
له دې وړاندې دغو سترو هېوادونو کې روسيه هم شامله وه، خو دغه هېواد هغه مهال له لیسته وویستل شو، چې غوښتل يې په خپل قلمرو کې د اوکراین د کریمیا ټاپو ضميمه کړي.
یو کال وړاندې دغه ستر صنعتي ښارونه د جي اته په نوم يادېدل.
د دغې ټولنې اساسي شرط همدا دی، چې هر کله روسيه د کريميا څخه لاس واخلي او په خپل بهرني سياست کې تغير راولي؛ نو جي اوه به په جي اته ستر صنعتي هېوادونو بدل شي.
یاده دې وي، چې امریکا او اروپايي متحدانو یې وروسته له دې چې روسیې تېر کال د اوکراین کريمیا ټاپو وزمه خپله خاوره وبلله او په څو پړاوونو کې پر یاد هېواد اقتصادي بندیزونه ولګول.