د افغانستان د رڼښت څار بنسټ مسوولانو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د بهرنیو رسنیو راپورونو پر اساس، امکان شته چې افغان حکومت راتلونکې کې له امریکايي شرکتونو په ځانګړې توګه له بلکواټر امنیتي خصوصي شرکت له بنسټاېښودونکي اریک پرینس سره د کانونو ستر او منځني قراردادونه لاسلیک کړي؛ خو خلک تراوسه پورې د دې قراردادونو جزییاتو په اړه نهدي جریان کې شوي.
د افغانستان د رڼښت څار بنسټ اجرایوي مشر سیداکرام افضلي بلکواټر شرکت یو بدنوم شوی شرکت بولي او د افغانستان او امریکا ترمنځ د کانونو قراردادونو لاسلیک د دواړو هېوادونو په ګټه نه بولي.
د رڼښت څار بنسټ اجرایوي مشر وايي، د افغانستان له کانونو د جګړې د ملاتړ لهپاره کار اخېستل کېږي، که داسې وي افغان حکومت اړ دی چې دې برخه کې هم خلکو ته ډاډ ورکړي.
ښاغلي افضلي زیاته کړه چې افغانستان اوسمهال د کانونو د استخراج تړون ته تیار نهدی او خبرداری ورکوي چې د رڼښت رامنځته کولو او دې برخه کې له اصلاحاتو راوستلو پرته هر ډول اقدام د افغانانو په زیان دی.
خو د کانونو او پټرولیم وزارت د رڼښت څار بنسټ څرګندونې بېبنسټه بولي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي سلاموطندار ته وویل چې د افغان دولت ستراتيژیک لیدلوري پر اساس دوی منظمې ارزونې او د منظمې سمونې پر بنسټ تړونونه لاسلیکوي او د اقتصادي شورا او د افغانستان کابینه په هره برخه کې وروستۍ پرېکړه کوي. د ده په خبره، د سترو قرارداونو او بهرنۍ پانګونې لهپاره د کانونو قانون د داوطلبۍ پروسې مشخصې کړېدي او د هماغې لهمخې عملي کېږي.
د رڼښټ څار بنسټ چارواکي له ولسمشره غواړي، له امریکايي شرکتونو سره د هر تړون له لاسلیک مخکې د رڼښت او حساب ورکوونکي ټول مسایل په پام کې ونیسي او د کانونو په برخه کې د ښې حکومتولۍ او شفافیت رامنځته کولو لهپاره خپلې ژمنې عملي کړي.
دوی له حکومته همدارنګه له امریکايي شرکتونو سره د کانونو د سترو او منځنیو قراردادونو له لاسلیک مخکې افغانانو سره هم د مشورې غوښتنه کوي او زیاتوي چې حکومت باید ملت ته د تړونونو رڼښت په اړه هر مهال ته ډاډ ورکړي.