امريکا: طالبان دې له جګړې یا سولې یوه لاره غوره کړي

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د ملا عمر مړينه به دسولې په خبرو اترو کومه بده اغیزه ونه کړي.

دمتحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ویاند مارک ټونر په واشنګټن کې د خبري غونډې پر مهال وویل، چې اوس د وسله والو طالبانو سره ښه چانس دی، چې د افغان سولې له پاره هلو ځلو کې برخه واخلي.

ټونر زیاته کړه، چې د افغان سولې له پاره اوس مهال تر ټولو مناسب وخت دی او طالبانو ته پکار ده چې له دې موقعې استفاده وکړي.

د امريکا حکومت وايي، چې دوی لیواله دي په همدې شرایطو کې د سولې خبرې اترې مخکې لاړي شي.

مارک ټونر په خپلو خبرو کې دا ګوت څنډنه هم وکړه، چې اوس ټاکنه د طالبانو په لاس کې ده چې په جګړه کې پاتې کيږي او که د سولې د بهیر برخه ګرځي.

سرچينه زیاتوي، چې امریکا غواړي طالبان په افغان سوله کې خپل مثبت رول ادا کړي او له دې موقعې ګټه واخلي.

په همدې حال کې د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند لو کانګ هم په بیجینګ کې خبري ناستې ته وویل، د افغان سولې له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي، چې د سولې خبرې اترې مخ ته یو سي او ځنډ په کې رامنځته نه شي.

چين حکومت زیاته کړې چې په سوله کې د ټولو افغانانو، ګوندونو او د سیمې د هیوادونو ګټه ده.

همدا ډول د چین د بهرنيو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې دوی په دې هڅه کې دي چې پاکستان وهڅوي او د سولې خبرې اترې پرمخ لاړې شي.

د امریکا دبهرنيو چارو د وزارت ویاند هم ویلي چې دوی غواړي پاکستان د افغان سولې په بهیر کې خپل اغیزمن رول ادا کړي.

امریکا او چین دوه هغه هیوادونه دي چې د سولې د خبرو په لومړي پړاو کې یې د څارونکو او مرسته کوونکو په توګه ګډون کړی و.

ټاکل شوې وه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې دخبرو اترو دویمه ناسته د جولاي په ۳۱ یعنې نن د اسلام اباد په مري کې ترسره شي، خو تېره ورځ د طالبانو په غوښتنه د پاکستان حکومت ددې خبرو اترو دا لړۍ تر نامعلوم وخت وځنډوله او بیا د افغانستان دبهرنيو چارو وزارت هم خبر ورکړ، چې د سولې دخبرو دویمه ناسته ځنډېدلې.

اوس وکتل شي چې افغان سوله کې ښکیل اړخونه څنګه له ستونزمن پړاو تېريږي او درېدلې خبرې بیا پیل کړي؟

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام