په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وايي، چې د دغه ولایت امنیتي حالت د کابو کولو له پاره امریکايي سرتیري ور رسېدلي او زیاتوي، چې ډېر ژر به برېټانوي سرتېري هم ورشي.
د میوند قول اردو ویاند ډګروال محمد رسول ځاځي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې اوسمهال په دغه ولایت کې زیات شمېر سرتېري موجود دي.
ده وویل، چې د برېتانيې دفاع وزارت له دوی سره ژمنه کړې، چې ځېنې امنیتي سرتېري به د هلمند ولایت د امنیت خونديتوب له پاره هلته ور ولېږي.
ځاځي د هلمند امنیتي حالت په اړه وویل، چې اوسمهال د هلمند امنیتي حالت د افغان امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی او په سنګین ولسوالۍ کې امنیتي سرتېري بر لاسي دي.
په ورته وخت کې د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکی محمد جمعه سلام وطندار ته د ټیلیفون پر کرښه وویل، چې دمګړۍ د افغان امنیتي سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.
دی وايي، چې شاوخوا ۱۸۰ تنه امنیتي سرتېري د طالبانو له خوا کلابند شوي دي.
نوموړي وویل، چې په دغو سرتېرو کې یې یو ورور هم د وسله والو طالبانو له خوا په محاصره کې دی.
محمد جمعه وايي، چې په سنګین ولسوالۍ کې شاوخوا ۶۰ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او تر سلو زیات ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې کلابند شوي سرتېري د هوايي ځواک او د خوراک توکو مرستو ته اړتیا لري.
په دې وروستیو څو میاشتو کې په هلمند کې امنیتي حالت خورا خراب شوی دی او وسله وال طالبان ادعا کوي، چې حکومت ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
خو له بل لوري حکومت بیا دغه ادعا ردوي او وايي، چې وسله وال طالبانو یې ځپلي دي.