د المان هېواد د پارلمان " بوندستګ" له لوري پريکړه وشوه، چې په افغانستان کې يې پوځيان د ۲۰۱۶ م ز کال تر پایه به خپل پوځي ماموریت ته دوام ورکوي.
د دوی د پريکړې له مخې به له تروریزم سره د جګړې په موخه د۸۵۰ پوځيانو پر ځای په راتلونکې کې ۹۸۰ پوځيان په افغانستان کې مېشت پاتې شي.
د راپورونو له پر بنسټ د یاد هېواد پارلمان له ۶۰۲ استازو څخه ۴۸۰ تنو د دغه ماموریت د تمدید په پلوۍ رايې ورکړې.
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د سوسیال ډیموکرات او مسیحي ډیموکرات او سوسیال مسیحي ګوندونو په هېواد کې د ماموریت د غځولو غوښتنه کړې وه، چې د حکومت دوو مخالفو ګوندونو گروینن (زرغون) او کیڼ په اکثریت سره د دغې غوښتنې پر خلاف رایې ورکړې.
ویل کيږي، چې په افغانستان کې د الماني سرتېرو حضور له ۲۰۱۶ م ز کال وروسته هم وغځيږي.
پټه دې پاتې نه وي، چې روان کال په تېر ډسمبر میاشت کې د جرمني دفاع وزیرې "اوزولا فون دیرلاین" په بلخ ولایت کې د خپل پوځ په عمومي قرارګاه کې پوځيانو ته د وينا پر مهال ويلي وو، چې ښايي په افغانستان کې يې ماموریت نور هم وغځيږي.