د کرېکټ بورد یوې خبرپاڼې لیکلي د ۲۰۱۸ کال ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام په کواټر فاینل لوبه کې افغانستان کوربه هېواد نیوزلینډ ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.
خبرپاڼه زیاتوي د لوبې پچه د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې لوبډل مشر نوین الحق وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه او تر ۱۰۰ زیاتو منډو په جوړولو یې کوم لوبغاړی ونه سوځېد.
د افغانستان لهپاره رحمانالله ګربز ۶۹، ابراهیم ځدراڼ ۶۸، بهیر محبوب ۶۷ او عظمت الله په ۲۴ توپونو باندې چټکې ۶۶ منډې جوړې کړې. افغانستان پوره پنځوسو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره نیوزلیند ته ۳۱۰ منډې هدف وټاکه.
په مقابل کې د نیوزلینډ ټول لوبغاړي په ۲۸،۱ اور کې په ۱۰۷ منډو وسوځېدل.
په دغه پړاو کې مجیب ځدراڼ ۴، قیس احمد ۳ او نوین الحق د نیوزلینډ لوبډلې یو لوبغاړی وسوځولو، چې په دې سره افغان ۱۹ کلنو ځوانانو نیوزلینډ ته د ۲۰۲ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د ۲۰۱۸ کال ۱۹ کلنو نړیوال جام نیمه پای لوبې ته یې لاره ومونده.
عظمت الله چې په ۲۴ توپونو یې چټکې ۶۶ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله به د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام نیمه پای لوبه راتلونکې دوشنبې له اسټرلیا سره ترسره کوي.