افغان کمانډو د ملي اردو او ملي پولیسو ۶۰ تنه سرتېري د طالبانو له منګولو ازاد کړل

د میوند قولې اردو د عامه اړیکو مرستیال احمد شکیل تسل سلام وطنداره ته وویل، چې تېره شپه د افغان کمانډو ځواکونو په ګډوعملیاتو کې د ملي اردو او ملي پولیسو ۶۰ تنه سرتېري د وسله والو طالبانو له منګولو خوشې کړل.

تسل وايي، چې دغه عملیات د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ کې هغه مهال په بېړې پلان شول، کله چې د نیول شویو سرتېرو د ژوندیتوب خبر را ورسېد.

 نوموړي وویل، د ازاد شویو سرتېرو رواني حالت ښه نه دي.

احمد شکیل تسل وايي، دا هغه سرتېري دي، چې څو اونۍ مخکې په سنګین ولسوالۍ کې  ۶۵ سرتېري د وسله والو طالبانو له کلابندۍ وروسته نیولي وو.

په ورته وخت کې  د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی حضرت محمد سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو د بریدونو په ترڅ کې د ملي اردو او ملي پولیسو زیات سرتېري اسیران نیولي دي.

دی وايي، چې دغه سرتېري اوسمهال د طالبانو له خوا د هلمند ولایت باغران ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي.

دا په هلمند  ولایت کې لومړی ځل دی، چې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د عملیاتو په ترڅ کې په دومره شمېر سره سرتېري د طالبانو له منګولو ژغورل کیږي.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام