افغان کرېکټ‌بورډ: ۱۴۰ سرعت‌لرونکي توپ‌اچوونکي پيدا شول

افغانستان‌ کرېکټ‌بورډ د غوراوي او پرمختیایي کمېټو د غړيو د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د تېزو توپ‌اچوونکیو لټون پیل کړی چې د ۶۶ تېزو توپ‌اچوونکیو په انتخاب سره لومړی پړاو پای ته رسېدلی دی.

د افغان کرېکټ‌بورډ د پرمختیایي کمېټي مشر نظیم‌جار عبدالرحیمزي سلام وطندار ته وویل، دوی د کرېکټ له لومړۍ ازموینې (ټرایل) نه راتلونکی پړاو ته ۶۶ توپ‌اچوونکي غوره کړي‌دي.

د ښاغلي عبدالرحیمزي په وینا، له لومړني ټرایل نه د بېلابېل سرعت‌لرونکي توپ‌اچوونکي د «سپیډ ګن» ماشین په‌واسطه غوره کړل چې تر ټولو تېزو توپ‌اچوونکیو یې له ۱۳۸ نه تر ۱۴۰ په سرعت کې توپ‌اچوونه وکړه. د ده په وینا، د ازموینې په هماغه شېبه د اړتیا وړ توپ‌اچوونکیو ته د غوره کېدو خبر هم ورکړل شوی چې د راتلونکي (کمپ) له‌پاره چمتووالی ونیسي.

په ورته وخت کې سلام‌وطندار سره داسې معلومات هم شریک شوي‌دي چې په‌دې ټرایل کې له ۱۳۵ تر ۱۳۶ سرعته پورې توپ‌اچوونه ثبت شوې‌ده او دغه راز په ټول ننګرهار کې تر ټولو تېزه توپ‌اچوونه ۲ توپ‌اچوونکیو «صفي‌الله بټي‌کوټي په ۱۳۱ سرعت» او «اسرار ۱۳۰ په سرعت» کې توپ‌اچوونه کړې‌ده چې دواړه په لومړني ۶۶ کسیز لېست کې نه‌شته.

د افغان کرېکټ‌بورډ د پرمختیایي کمېټي مشر وایي، پرمختیایي څانګه به د دې ۶۶ تېزو توپ‌اچوونکیو له‌پاره نږدې راتلونکې کې (کمپ) برابر کړي او د راتلونکيو پلانونو له‌پاره به ترې ښه ټوپ‌اچوونکي په غوره کړي.

ښاغلي عبدالرحیمزي دا ونه ویل چې تراوسه په ټول افغانستان کې د ازموینو په پایله کې د کوم ولایت یا زون په کوم نوم توپ‌اچوونکیو او دغه راز په‌دې ۶۶ غوره شویو کې څومره توپ‌اچوونکیو تر ټولو زیات ۱۳۸ نه تر ۱۴۰ سرعته پورې توپ‌اچوونه کړې‌ده.

دا د افغانستان کرېکټ‌بورډ په تاریخ کې درېیم ځل دی چې د استعداد لټون (ټیلینټ هنټ) او تېز توپ‌اچوونکیو تر نامه لاندې د هېواد په کچه ازموینه اخېستل کېږي؛ خو له دې لارې په دومره خوارۍ غوره شوي لوبغاړي له څه مودې وروسته بېرته نادرکه ځکه شي چې د ځېنو شنونکیو په وینا، د کرېکټ‌بورډ له کوم لوړپوړي چارواکي سره تړاو یا واسطه نه‌لري او له همدې کبله دغه ډول هڅې ځانګړی ځای نه نیسي.

دا په‌داسې حال کې ده چې افغان کرکټ‌بورډ د ملي لوبډلې د اوسنیو توپ‌اچوونکیو ترڅنګ په کورني کرکټ کې د فضل نیازي، فضل‌الحق، نجات مسعود، عبدالله عادل، دستګیرخان، په څېر تېز توپ‌اچوونکي شته چې تراوسه په ملي لوبډله کې نه‌دي اخېستل شوي او په دوامداره توګه په بېلابېلو کورنيو کرکټ‌سیالیو کې لوبېږي؛ خو بیا هم کرکټ‌بورډ د مینه‌والو او کرکټ کارپوهانو له نیوکو وروسته د دې اړتیا ولیدلې ده چې د کرکټ ملي لوبډلې د تېرو توپ‌اچوونکیو شاپورځدران، حمیدحسن او راتلونکې کې د دولت ځدران تشه د نورو تېزو توپ‌اچوونکیو په غوره‌کولو او روزولو ډکه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام